سپورټ نړیوال کرکټ

رسل د کلکتې په روزونکي انتقاد وکړ

انډري رسل چې د کلکتې لوبډلې منځنی هېټر توپ وهونکی دی، تل یې په خپله توپاني توپ وهنه لوبډله په بریاوو نازولې؛ خو په دوو لوبو کې یې لوبه خورا کمزورې وه او علت یې د لوبډلې د روزونکي ناسمه پرېکړه یادوي.

رسل له کرېک بز وېب پاڼې سره اوږده مرکه کړې ده، هغه ویلي لوبډله یې هغه مهال توپ وهنې ته رابولي، چې کله لوبډله ۹۰ سلنه ستونزو کې ګېره وي، بیا له ما څخه د بشپړ هېټېنګ غوښتنه کوي.

دی وایي ما په شپږ لوبو کې سر په سر بالران په بونډریانو ستړي کړل؛ خو هر وخت یو لوبغاړی نه شي کولای چې لوبډله بریا ته ورسوي، باید نور لوبغاړي هم بریا کې مساوي ونډه ولري.

هغه وایي که کوچ ما لږ مخکې راوباسي نو توپ وهنه به مې لا ډاډمنه او اغېزناکه شي.

رسل کله په شپږم او کله په اووم نمبر توپ وهنې ته راځي.

د کلکتې لوبډلې روزونکی افریقایي پخوانی الراونډر جېکس کېلېس دی.

انډري رسل وایي زمونږ توپ اچوونکي هم کمزوري دي او د راجستان خلاف یې له ۱۷۵ منډو دفاع ونه شوه کړای، دی زیاتوي توپ اچوونکي باید له لوړو هدفونو د دفاع چل زده کړي.

هغه ویلي زمونږ د ډګر ساتنې برخه کې هم ستونزې شته، لوبغاړي کېچونه غورځوي او دا بیا کلکتې د ماتو مزه ورڅکي او پرله پسې ماتې تجربه کوي.

نوموړی وایي په توپ اچونه او ډګرساتنه باید پوره کار وشي، ترڅو مونږ د ممبي او چینای په څېر لوبې وګټو.

لومړیو لوبوکې کلکتې پرله پسې بریاوې واخېستې؛ ټولو ډېر حساب په چینای او کلکتې کاوه، چې سږ کال آې پي ایل به یو له دوی دواړو یوسي؛ خو اوس کلکته له ټولو هېره ده، د چینای، ممبي او ډیلي د اتلولۍ خبرې ګرمې دي.

که څه هم لومړیو کې د حېدراباد خبرې ډېرې کېدې، چې دوهم ځل اتلولي به یوسي؛ خو د توپ وهنې په برخه کې یې د هېټر لوبغاړي نشتون دا لوبډله له ستونزو سره مخ کړې ده.

کلکته لوبډله له لومړي مقام څخه تر اووم مقامه
کلکتې په لومړي سر کې د څلور بریاوو په ملتیا یو وخت د نومرو په جدول کې لومړۍ لوبډله وه او هغه مهال شاه رخ خان او کورنۍ یې لوبغاړي په چکچکو له نږدې بدرګه کول؛ خو کله چې چینای لوبډلې ماته ورکړه، بیا نو شاه رخ خان د ډوني دعاګوی شو، له هغې را په دېخوا د دې لوبډلې بخت سرچپه دی، شپږ ماتې یې سر په سر وخوړې او له لومړي مقام څخه په کرار، کرار د نومرو جدول اووم ځای ته راولوېده.

دې لوبډلې په ۱۱ لوبو کې ۷ لوبې بایللي او ۴ یې ګټلي دي.

تېر ماښام راجستان، له حېدراباد لوبډلې څخه د آې پي ایل ۴۵ مه لوبه په ۷ وېکټو وګټله او کلکته یې له شپږم مقام څخه اووم مقام ته راوغورځوله.

که نن ماسپښین مهال بنګلور له ډیلي لوبه وګټي، کلکتې څخه بنګلور هم مخکې کېږي او کلکته به د وروستي ځای شي.

کلکته بیا نن ماښام اووه بجې له ممبيي انډیئنز لوبډلې سره لوبه لري او ممبيي هم خورا ځواکمنه او د روان آې پي ایل د اتلولۍ دعوګیره لوبډله ده؛ ښایي چې کلکتې ته د بري چانس ورنه کړي.

کلکته که راتلونکې درې لوبې وګټي پلی اف سیالیو ته رسېدلای شي.

که د کلکتې کوچ یا روزونکی نن رسل ته په څلورم مقام د توپ وهنې موقع ورکړي؛ نو د رسل دا بهانه به هم پای ته ورسېږي او وړتیا به یې یوځل بیا ثابته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی