د ویسټ انډیز خطرناک الراونډر او د کلکتې هېټر توپ وهونکي دوه ورځې وړاندې د کلکتې لوبډلې په بالېنګ او ډګر ساتنې انتقاد کړی و، رسل ویلي وو، چې آې پي ایل کې د دوی لوبډله ځواکمنه ده؛ خو د توپ اچونې او توپ نیونې برخه یې کمزورې ده، نوموړي ویلي و؛ همدا علت دی چې کلکتې پرله پسې شپږ ماتې وخوړې.
شاون پولاک چې افریقایي پخوانی لوبغاړی و او د نړۍ په کچه لومړی ډګر ساتونکی و؛ د رسل په خبرو انتقاد کړی او د هغه خبرې یې بې ځایه بللي دي.
رسل په خپلو مشرانو یا د لوبډلو په رووزنکو دا نیوکه هم کړې وه، چې ګواکې هغه لوبې ته وروسته راباسي او توپ وهنې وخت یې ډېر کم وي.
تېره ورځ د اپریل په ۲۸ مه نېټه د اې پي ایل په ۴۷ مه لوبه کې رسل ته په دوهمه وېکټ یا ون ډاون کې وخت ورکړل شو؛ خو سټرایک رېټ یې د تېرو لوبو په پرتله کمزوری و.
د رسل یو کېچ هم ډراپ شو او د یو چانس په وسیله یې په ۴۰ توپونو د ممبيي لوبډلې خلاف د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
کلکتې د سږ کال آې پي ایل ستر هدف ورکړ، ۲۳۳ منډې ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې تر دې دمه ستر ټارګېټ دی، له دې وړاندې ستر هدف د حېدراباد و، چې راجستان ته یې ۲۳۲ منډې هدف ورکړی و.
شاون پولاک ویلي د رسل خبرې بې ځایه وې؛ د هغه خبري کنفرانس هغه ته هیڅ ګټه ونه رسوله؛ بلکې لا یې هغه د سټرایک رېټ په برخه کې تاواني کړ.
شاون پولک ویلي د رسل لپاره منځنۍ برخه کې ځای ورکول ډېر ښه و؛ نه د ون ډاون په توګه.
دی وایي رسل به چې منځنۍ برخه کې توپ وهنې ته راغی؛ نو په ډېرو کمو یا لږو توپونو به یې زیاتې منډې جوړولې؛ خو پرونۍ لوبه کې یې خوند دومره نه و.
شاون پولک زیاته کړې د کلکتې ډګر ساتنې ثابته کړه، چې د دې لوبډلې دا برخه پیاوړې ده.
پولک وایي د ممبيي په څېر ځواکمنه لوبډله محدودول او له پیل څخه یې تر فشار لاندې راوستل د توپ اچوونکو وړتیا وه، چې ۴۷ مه لوبه کې یې ممبيي لوبډله په ۳۴ منډو ماته کړه.
کلکتې لوبډلې له ۶ پرله پسې ماتو او په مجموعي ډول له ۷ ماتو وروسته یو ځل بیا د ممبيي لوبډلې خلاف شانداره بریا خپله کړه او له اووم مقام څخه یې ځان تر پنځم مقامه راورساوه.
دې لوبډلې راجستان او پنجاب دواړه وروسته کړل او حېدراباد پسې یې پنځم ځای ونیو.
کلکته که راروانې دوه لوبې وګټي، دوهم پړاو ته لار موندلی شي او که حېدراباد په راروانو درې لوبو کې دوه وګټي دوهم پړاو ته وځي.
ډیلي او چینای لوبډلې دوهم پړاو ته رسېدلي دي او دوه نورې لوبډلې به دوهم پړاو ته ورځي.
راجستان د کمره پر غاړه دی او د ویرات کولي لوبډله بنګلور له دوهم پړاو څخه پاتې شوه.
نن ماښام اووه بجې حېدراباد د پنجاب پر وړاندې لوبه کوي، درې واړو افغان لوبغاړو ته د لوبېدو ډېر زیات چانس شته.