انډري رسل وایي نړیوال جام کې هم لوړې – لوړې شپږیزې وهي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

انډري رسل چې په آی پي ایل سیالیو کې یې د ستر هېټر لقب وګاټه او د ټولو لوبغاړو په منځ کې په شپږیزو او لوړ سټرایک رېټ کې لومړی ووت اوس یې په تازه څرګندونوکې ویلي، چې نړیوال جام به په خپلو هسکو شپږیزو ښایسته کړي، ویسټ انډیزیان او خپل مینوال به وخندوي.
انډري رسل په ۲۰۱۹ کال آی پي ایل کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لپاره خورا ټچ او فوم کې و.
هغه د خپل لومړي پړاو لوبو پر مهال ۵۲ شپږیزې ووهلې او په شپږیزو کې یې لومړی مقام واخېست.
په لوړسټرایک رېټ کې یې هم لومړی مقام و، په سږ کال آی پي ایل کې انډري رسل په ۲۰۴ اعشاریه ۸۱ سټرایک رېټ ولوبېد او د هریئر مالي ملاتړې کمپنۍ څخه یې هریئر موټر جایزه ترلاسه کړه.
رسل د کلکتې لپاره په ډېری لوبوکې څلوېښت او پنځوس جمع منډې وکړې؛ خو په پلی اف لوبه کې یې صفر یوړ او ملېنګا په کېچ سره له مېدانه بهر کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي، چې د رسل د شپږیزو په وړتیاکې هیڅ شک نشته او کولای شي ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې په خپلو شپږیزو پولې ستړې کړي او بالران به وټکوي.
674318 gayle russell انډري رسل وایي نړیوال جام کې هم لوړې - لوړې شپږیزې وهي
ویسټ انډیز د اپریل په ۲۳ مه نېټه د نړیوال جام لپاره د دوو سترو لوبغاړو انډري رسل او کرېس ګېل په شتون کې لوبډله اعلان کړه، ویسټ انډیز په درې اړخیز سیریزکې، چې د ایرلېنډ په کوربتوب ترسره کېږي، ایرلېنډ ته دوه سترې ماتې ورکړې او له بنګله دېش څخه یې بیا دوه ماتې خوړلې دي، په دې لوبو کې ورسره کرېس ګېل او رسل نشته، خو په نړیوال جام کې به ورسره دواړه ځواکمن لوبغاړي یو ځای کېږي.
بل پلو بیا کرېس ګېل په آې پي ایل کې رسل پسې دوهم نمبر شپږیزې وهلي، هغه د ۳۴ شپږیزو په وهلو سره دوهم ځای نیولی دی.
بنګله دېش او ویسټ انډیز د جمعې په ورځ د درې اړخیز پنځوس اوریز سیریز پایلوبه کوي.
له دې وروسته بیا تمریناتي لوبې پیلېږي او بیا دواړه لوبډلې نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره وردانګي، چې رسل او کرېس ګېل به د ویسټ انډیز ملا ورتړي.
تاسې د یاران لوستونکي څه فکر کوئ، چې ایا رسل به رښتیا هم وکولای شي، چې نړیوال جام کې د آی پي ایل په څېر شپږیزې ووهي؟