فبروري 26, 2021

د رسل له خوندورې لوبې وروسته یې ترې میرمنې دا پوښتنې وکړې

لیکنه: بهار سمسور
وروسته له هغې چې د هند غوره لیګ (IPL) د لوبو په لړ کې کلکته نایټ ریډرز لوبډلې د ممبۍ انډینز غښتلې لوبډلې ته په خپل کورني لوبغالي ایدن ګاردن کې د انډري رسل د اورلاسي توپ وهنې ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو ۸۰ مجموعي منډو پر مټ ماته ورکړه او انډري رسل د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم شو، میرمنې یې (جیسیم رسل) میک را واخیست او د ای پي اېل ټي ۲۰ ډاټ کام لپاره یې ترې ځینې پوښتنې د زرګونه ننداره کوونکو او پر تلویزیون کتونکو په مخکې مطرح کړې.
میرمنې یې له پوښتنې وړاندې وویل:

«زه نن زیاته خوشاله یم چې خاوند مې ښه لوبه وکړه، دا زما لپاره ځانګړې شپه هم ده. دا په ایډن ګاردن لوبغالي زموږ وروستۍ لوبه وه او دا چې مینوالو ته دې داسې ښکلې لوبه وکړه زه زیاته خوشاله یم.»

په پوښتنه کې خاوند له میرمنې مخکې شو او ویې ویل:

«تا څه محسوسوله چې ما داسې لوبه کوله؟»

میرمن جیسیم رسل وویل:

«ما زیات د خوشالۍ اظهار مې کاوه، ځکه ما لیدل چې نن مې خاوند سترې، سترې شپږیزې وهلې، تا باید همداسې لوبه کړې وای ځکه دا د نایټ ریډرز د مینوالو لپاره په کور کې زموږ وروستۍ لوبه وه.»

وروسته میرمنې د خاوند څخه وپوښتل د لوبډلې لپاره نور څه کولی شئ؟
انډري رسل په خندا وویل:

«زه غواړم لا ډېر څه وکړم او بیا یې خپلې ښکلې میرمنې ته ډالۍ کړم، زه خوشالېږم چې میرمن مې داسې خوندوره لوبه ګوري.»

انډري رسل د کلکته نایټ ریډرز د لوبډلې لپاره په دواړو اړخونو توپ وهنه او تووپ اچونه کې بیخي ښه لوبیږي او له برکته یې کلکته دوهم پړاو ته د تلو لپاره د چانس پر مسیر ولاړه ده.
رسل د ویسټیډیز هېواد پیاوړی لوبغاړی دی چې د خپل هېواد لپاره یې هم زیات کریکټ کړی خو زیات وخت له ملي لوبډلې سره نه وي.