سپورټ نړیوال کرکټ

رسل په صفر اوټ شو او یو اور کې یې ۲۱ منډې ورکړې؛ خو غوسه ډیکاک ته و

د آې پي ایل ۵۶ مه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ماښام په ممبيي ښارکې د ممبيي او کلکتې لوبډلو ترمنځ وشوه.

کلکتې خپله د توپ وهنې پاڼۍ پای ته ورسوله، ۱۳۳ منډې یې وکړې، رسل په دې مهمه لوبه کې د ملېنګا په بال صفر یوړ.

د رسل غوسه له همدغه ځایه پیل شوه، ځکه دی د کلکتې لپاره هېټر توپ وهونکی دی او تل یې کلکته له ستونزو راایستلې ده؛ خو پرون یې په خپل صفر کلکته پوره په ستونزو کې سریښ کړه.

رسل په ۱۴ لوبو کې د کلکتې لپاره ۵۱۰ منډې کړي دي، چې ۵۲ شپږیزې یې وهلي او سږ کال په شپږیزو کې تر دې دمه لومړی دی، نوموړي ۱۱ وېکټې هم اخېستي دي.

د رسل غوسه او د ډیکاک چوپتیا
رسل د پاور پلی څلورم اوور ته راوغوښتل شو، دا مهال روهېټ شرما په سټرایک و، هغه په لومړي توپ ترډ مېن ته په لومړي سلېپ کې څلوریزه وویسته، ورپسې توپ یې یوه منډه کړه.

ډیکاک په دریم او څلورم توپ په رسل شپږیزې ووهلې او پنځم توپ یې څلوریزه کړ.

رسل په یو اوور کې ۲۱ منډې ورکړې او له همدغه اوور له کلکتې لوبه کاواکه شوه او له واکه یې ووتله.

ډیکوک له شاټ وهلو وروسته ویشتن ځای کې ولاړ و، رسل راغی او په اوږه یې ډیکه کړ، ډیکاک هیڅ هم ونه ویل او خاموشي یې اختیار کړه.

کاینټن ډیکوک اوس مرکه کې ویلي، چې رسل پر ما سخت غوسه و.

د ټوېټر ځېنې کاروونکي وایي د رسل دا برخورد د غندلو دی، دوی وایي رسل خپلې شپږیزې لیدلي؛ خو د نورو د بېټ لاندې نه دی راغلی.

دا مسله کټ مټ داسې وه لکه د واټسن او راشدخان برخورد.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی