مارچ 2, 2021

رسل به د افغانستان خلاف لوبه کې نه وي

د ویسټ انډیز تکړه الراونډر انډري رسل چې په اوږدو شپږیزو کې مشهور دی او نړیوال جام کې یې هم اوږدې شپږیزې وهلي، اوس د نړیوال جام څخه لرې کړل شو.
د کرېک بز وېب پاڼې ویلي چې رسل د ټپ له امله نه شي کولای، چې په نړیوال جام کې لوبو ته دوام ورکړي.
د رسل پرځای سونېل امبرېس نوملړ کې شامل کړل شوی دی.
سونېل امبرېس د ایرلېنډ خلاف د درې اړخیز سیریز یوه لوبه کې ۱۴۸ منډې کړې وې.
سونېل امبرېس ټاپ ارډر یا اوپننګ توپ وهونکی دی او رسل بیا منځنی هېټر توپ وهونکی او چټک بالر دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د رسل ټپ تاید کړی دی او پرځای یې امبرېس منلی دی.

رسل د زنګون د ټپ سابقه لري، هغه د پاکستان خلاف لوبه کې هم درد وزغمه، د پاکستان خلاف لوبه کې یې په ۴ منډو دوه وېکټې اخېستې وې.
۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې هم هغه  لوبیدلی و.
دا یې دوهم نړیوال جام و، چې رسل پکې لوبېده؛ خو د زنګون ټپ اجازه ور نه کړه.
رسل د نیوزیلېنډ خلاف لوبه کې نه و.
د ویسټ انډیز له خوا کېرون پولارډ او ډوېن براوو هم چمتو لوبغاړو کې اخېستل شوي دي.
ایوین لیویس هم ټپي دی، ایوین لیویس د نیوزیلینډ خلاف لوبه کې په صفر اوټ شوی و.
نو د افغانستان خلاف ښایي پولارډ او یا هم براوو ولوبوي.
ویسټ انډیز د جون په ۲۷ مه نېټه له هند سره لوبه لري او د جولای په ۴ مه نېټه له افغانستان سره مخ کېږي، یعنې ۹ ورځې وروسته مونږ له ویسټ انډیز سره مخ یو او دا د افغانستان وروستۍ لوبه ده.