د روسي سياستوال او مقاله ليکونکي ماکسيم ګورکي، ژوند او اند

ژباړه: محمد عزيز پردېس
الکسي ماکسيموويچ پشکوف چې په ماکسيم ګورکي مشهور دی د ۱۸۶۸ کال د مارچ په ۲۸ مه دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی په خپل وخت کې د روسيې له فعالو سياست پوهانو څخه و او همدارنګه د ادبياتو په برخه کې خورا برلاسی و. ګورکي ۵ ځلې د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزې ته نوماند شوی و. هغه مخکې له دې چې د روسيې له تکړه ليکوالانو څخه شي، د روسيې په مختلفو سيمو کې په سوداګرۍ او تجارت بوخت و. د ماکسيم ګورکي ترټولو مشهوره آثار په لاندې ډول دي: زما لومړنۍ مينه، ۲۶ نارينه او يوه ښځه، ځان او زوی يې، مور او نور…
ګورکي د خپلو دوه روسي ليکوالانو تولستوي او آنتون چخوف سره همعصره و او وروسته يې د دوی په هکله خپل خاطرات د قلم په ژبه بيان کړي.
ـ هغه څوک چې د ژوند تر وروستيو شېبو هم د اولاد نوم په خوله لري، مور ده.
ـ کتاب لوستلو ته مو دوام ورکړئ، خو دا په ياد ولرئ چې کتاب يوازې کتاب دی او دا بايد هېر نکړئ چې د ځان په اړه مو فکر وکړئ.
ـ د ژوند مفهوم بايد د ارادې په قدرت او ښکلا کې ولټوئ.
ـ تېر يادونه او خاطرې د اوس مهال انرژي له منځه وړي او د راتلونکې په اړه د ټولو هيلو مخه نيسي.
ـ همدا ميندې دي چې نړۍ ته پوهان، عالمان او لويان وړاندې کوي.

خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ