خوندیتوب ژوند بڼه کورنی ژوند

روژه دواړه نیسي، خو غوسه پر مېرمنې کوي

لیکنه: مریم شریفي
لیکنه: مریم شریفي

اسلام د انسان‌جوړونې دین دی، تل یې مسلمانانو ته په خپل‌منځي اړیکو د ښه‌والي ټینګار کړی.

روژه د ازمایښت او ثوابونو میاشت ده، د صبر او حوصلې میاشت ده، خو په دغه میاشت کې ځینې روژه لرونکي سړي چې د روژې لوږې او تندې په عذاب کړي یا هم کوم نشه‌یي عمل ولري، نو د خپل زړه بړاس په ښځو باسي.

د ښځو روژې او کارونو ته لږ پام وکړئ

روژه د عبادت میاشت ده، زموږ په ټولنه کې چې بېوزلي ډېره ده، کله چې روژه راشي، نو له یوې خوا اقتصادي ستونزې، له بلې خوا روژه وي چې په دې کې د کور د سړیو قار او غوسه ورسره شي، نو ښځه به څنکه په روژه کې په عبادت پوهه شي؟

په روژه کې تر نورو مياشتو د مېرمنو د کور کارونه لا زيات وي. پېشلمی تیارول، سهار او غرمه ماشومانو ته په وخت خواړه ورکول او تر ټولو یې لا مهمه دا ده، چې د ماښام روژه‌ماتی په وخت چمتو کولو سره سره د کور پاکول او ډېر نور اضافي کارونه دي چې یوه روژه لرونکي ښځه یې کوي.

په ځینو کورونو کې د پخلي پوره اسانتياوې نه وي موجودې، خو بیا هم یوه ښځه دا کوښښ کوي چې خپل خاوند او د کورنۍ غړو ته داسې ډوډۍ پخه کړي چې نه سوې وي او نه بې خونده.

یوه ښځه یا مور په نيمه شپه د څراغ په رڼا کې پخلی کوي، د ورځې زموږ ډېری مېرمنې په سره ګرمۍ کې په تناره کې ډوډۍ پخوي، په نغري دیګ کوي، د ماسښتن له لمانځ وروسته د کور سړي ویده کېږي، خو مېرمنې د پشلمي لپاره چمتوالی نیسي.

لا یې خوب سمه نه وي پوره چې د پشلمي لپاره له ټولو مخکې پورته کېږي، د دسترخوان له تیارولو وروسته په نیمه شپه په خاوند او د کور په نورو غړو پسې خونه په خونه ګرځي چې پورته شئ، پيشلمی دی. زياتره ځوانانو بچو پسې خو مور څو څو واره ورځي په ډېر ناز يې ويښوي.

د روژې په مياشت کې دا سلسله دوام لري. د دې سره سره زموږ د ټولنې د بې ځایه رواجونو له امله په روژه کې بيا هم مېرمنې تر سړو وروسته دسترخوان ته کېني او ډوډۍ خوري.

دلته به د یاران ځینې لوستونکي له ځان سره دا وايي، دا خو د ښځو کار دی چې دوی یې پاخه کړي او نارینه یې وخوري.

خو دا ترې هېر وي، هغه مېرمن چې ټوله ورځ یې ستا په څېر روژه نیولې وي، نو که خواړه لږ وځنډېږي د کور نارینه یې ډېر په غوسه کېږي، دیګي ورته نسکوروي او ان خبره تر وهلو رسېږي.

د روژه‌ماتي پر وخت په دسترخوان د نارينه‌وو کوم خوراک خوښ نه وي د خراب پخلي تور هم په مېرمنې پورې کوي. که يا مالګه لږ کمه يا زياته وي، نو بيا خو د دنيا تر ټولو لويه ګناه ښځې کړې، چې د ډوډۍ پر وخت هم د دوی له زشتې رویې نه خلاصېږي.

د ځینو نارینه‌وو دا هم هېره وي چې خواړه په توره شپه تیار شوي، خير که یوه ورځ خرابه وخوړل شول.

په روژه کې بریالی هغه څوک دی چې د نورو خلکو سره سره د خپلې کورنۍ له غړو سره هم ښه سلوک ولري.

په ګډ ژوند کې د ښځې او نارینه ترمنځ د همکارۍ او مهربانۍ تر ټولو مهم خبره ده. له ښځو سره بد چلند او تاوتریخوالی هر وخت خو په تېره روژه کې د اسلامي اخلاقو خلاف عمل دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي

تبصره مو ولیکئ