هغه اته خوراکونه چې د نړۍ مسلمانان پرې روژه ماتوي

ژباړه راټولونه: مریم شريفي

ډېر خلک روژه ماتی په اوبو او خرما کوي، خو داسې نور خواړه هم شته چې د نړۍ ملسمانان پرې روژه ماتوي.
دلته ترې یادونه کوو:
۱- خرما

روژه ماتی په خرما سره د اسلام پیغمبر ته منسوبېږي، دا سنت ده چې روژه په خرما ماته شي، ډېری مسلمانان خپله روژه په خرما ماتوي.
خرما ډېر ویټامین، معدني مواد او فایبر لري. دا چې په خرما کې د قند کچه لوړ ده، نو له همدې له کبله د روژه ماتي پر مهال ژر د روژه لرونکو د خوږو کموالی جبرانوي.
۲- حلوا

ایرانیان په روژه ماتي کې حلوا خوري، حلوا د روژه ماتي پر دسترخوان د ایرانیانو د په زړه‌پورو خوږو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ په نورو برخو کې هم په مسلمانانو کې محبوبیت لري.
د حلوا د خوند د ښه کولو لپاره ایرانیان زیاتره له ګلابو، هېل او زعفرانو څخه استفاده کوي. د ځینو نورو ټولنو خلک له دارچیني او زنجفیل څخه هم کار اخلي.
۳- حریره

حریره چې له هسپانیې څخه یې منشه اخیستې په مراکش او غرب الجزایر کې د روژه ماتي پر مهال د ګرمو خوړو په توګه خوړل کېږي.
دغه خواړه د بیلابېلو موادو، لکه نخود، دال، د غویي او یا د پسه غوښه، رومیان، تازه ګشنیز او اووه ډوله مسالو ترکیب دي.
۴- بورک

بورک د ترکانو ځانګړی خوراک دی او له عثماني دور څخه په خپل ځای پاتې دی.
د الجزایر په ختیځ او همداشان په تونس کې بورک د روژه ماتي لازمي جز دی چې بل څه یې ځای نه شي نیولی.
بورک د نازکه اوړو پرچه وي چې د کچالو، کوفتې، پنیر او یا هم د چرګې له هګیو څخه ډکیږي. بیا وروسته دغه څه په غوړو کې سره کېږي.
۵- هریسه

هریسه له هغو دودیزو خوړو څخه دي چې نه یوازې د فارس خلیج د څنډې عربي هېوادونو، بلکې د ارمنیانو او هندیانو په منځ کې د روژه ماتي پر مهال محبوبیت لري.
د دغو خوړو چې له نرم شوو غنمو، کوچو او د پسه له غوښې جوړېږي لرغونتوب لسمې پېړۍ ته رسېږي. د دغو خوړو یو ډول بې له غوښې هم تیارېږي.
۶- خشاف

آلبالو، زردآلو، وچ انځر او کشمش: دا د خوشاف خوړو لومړني مواد دي. دا خواړه چې د مدیترانې سمندرګې له ختیځ او ایران څخه یې سرچینه اخیستې، په عراق، لیبا او مصر کې د روژه‌ماتي همېشنی خوراک شمېرل کېږي.
ځینې په دغو خوړو کې بېلابېلې شیان هم ګډوي. په لومړي سر کې وچې میوې له یو او بل سره خوټول کېږي او بیا وروسته بورې او ګلاب سره ګډېږي.
۷- جلبي

جلبي او بامیه (یو ډول ایراني خواږه) د ایرانیانو او د شمالي افریقا څخه نیولی د هند تر نیمې وچې پورې د خلکو په منځ کې محبوبیت لري.
له دې خوړو په شمالي افریقا کې شته مسلمانان د روژه‌ماتي پرمهال ډېره استفاده کوي.
د جلبۍ په جوړولو کې معمولاً له اوړو، زیتون د غوړو، بورې، زعفران، هیل یا لاچي ګلاب…څخه استفاده کېږي.
په غوړیو کې تر سرو کولو وروسته بیا جلیبي د لږ وخت لپاره په خواږه شربت کې ایښودل کېږي.
۸- د تمر هندي شربت

عربان له هندي تمر یا هندي خرما څخه یو ډول شربت جوړوي چې د زیات آنتي اکسیدن د لرلو له کبله د هاضمې لپاره ډېر ښه دی. دوی د تمر هندي شربت سره روژه ماتی کوي.
د دغه شربت د جوړولو لپاره هندي خرما به اوبو کې جوشول کېږي او بیا وروسته ترلاسه شوی شربت له ګلاب او بورې سره یوځای کېږي.

۱ تبصره

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ