ماسکو: روسیې په فلسطین کې د ستونزو له حل کېدو پرته په منځني ختیځ کې امن ناممکن بللی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطین د مسئلې له حل پرته، په فلسطین کې د امن سوچ کول به ناسم وي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا بیان وروسته له اسرائیل، متحده عرب امارات او د بحرین ترمنځ د اړیکو د ښه کېدلو معاهدې یا تړون د رد عمل په صورت کې څرګند کړی.
وزارت خارجه ویلي، که څه هم دا فکر کول به سم نه وي، چې د فلسطین د حل لټون نه غیر دې په منځني ختيځ کې اوږمهاله سوله امکان ولري.
روسیه پر سیمهییزو او نړیوال قدرتونو هم د فلسطین د ستونزې د حل کولو فشار راوړی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې روس په دې هکله په منځني ختیځ کې د سولې په مذاکراتو کې د سفیر فریم ورک او عرب لیګ سره همکارۍ او ګډ کار ته تیار دی.
د یادونې وړ ده چې، متحده عرب اماراتو په 13د اګست او بحرین په 11د ستمبر اسرایلو سره د سولې د تړون اعلان کړی و.
ولسمشر غني: سوله قرباني غواړي، موږ تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو یو
Advertisements ولسمشر غني په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د مشروعیت سرچینه ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي