د سلمي لوبي ريکارډ!

ليکنه: مدثر دعوت
نيوزلينډی روز ټايلر يوازنی کريکټر دی چي د کريکټ په هر فارمټ کي يې ۱۰۰ لوبي پوره کړي.
د نيوزلينډ او هندوستان ترمنځ ټيسټ لوبه د روز ټايلر سلمه ټيسټ لوبه وه پداسي حال کي چي لا له وړاندي يې د نړيوالو يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو تعداد تر ۱۰۰ اوښتی وو.
تر اوسه پوري د نړيوال کريکټ په تاريخ کي بل لوبغاړی ندی توانيدلی چي د کريکټ په ټولو فارمټونو کي ۱۰۰ لوبي پوره کړي،خو ټايلر وتوانيدی دی چي دا ريکارډ په خپل نوم ثبت کړي.
روز ټايلر نن په خپله سلمه ټيسټ لوبه کي د هندوستان په وړاندي ۴۴ منډي وکړې،چي ټولټال منډي يې په ۱۰۰ ټيسټ لوبو کي ۱۱۹۸۹ دي، ۲۹۰ يې تر ټولو ډيري منډي دي او همدارنګه ۱۹ سليزي او ۳۳ نيمه سليزي لري.
ټايلر ۲۳۱ نړيوالي يو ورځنۍ لوبي ترسره کړي چي په ۸۵۷۰ منډو کي يې ۲۱ سليزي او ۵۱ نيمه سليزي وهلي او تر ټولو ډيري منډي يې په يوه لوبه کي ۱۸۱ دي.
همدارنګه نوموړي په ۱۰۰ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۱۹۰۹ منډي کړي چي تر اوسه ۹ نيمه سليزي لري او په يوه لوبه کي يې ترټولو ډيري منډي ۶۳ دي.
که څه هم ټايلر پوره سل نړيوالي شل اووريزي لوبي ترسره کړي خو د کريکټ په دې برخه کي د سليزي په وهلو ندی توانيدلی.
ميډل ارډر توپوهونکی روز ټايلر اوسمهال د ۳۵ کلونو او ۳۵۱ ورځو په عمر دی،پداسي حال کي چي لا تر اوسه يې هم د نړيوال کريکټ څخه د تقاعد په اړه هيڅ خبر نسته.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب

شکېب الحسن خپلې غوسې جرمانه کړ

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د بنګله‌دېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګله‌دېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او ... نور ولولئ