مارچ 2, 2021

په اروپا کې د اسلام د خورولو ستر مرکز

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د روم مسجد د اېټالیا په پایتخت (روم) کې تر ټولو لوی مسجد دی، چې په ۱۹۹۴ کال کې د دې هېواد د مېشتو مسلمانانو لپاره په ۳۰ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.
مسجد په یو وخت کې د ۱۲ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري. دغه مسجد د روم په (پریولي) سیمه کې موقعیت لري، چې پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر اسلامي او فرهنګي مرکزونه هم لري.
د روم مسجد د کنفرانس یو تالار لري، چې پر یو وخت د ۴۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.
دغه راز مسجد د ملا امام لپاره د اوسېدو ځانګړې استوګنځی هم لري، چې په ټولو امکاناتو سنبال دی. د مسجد معمار (پائولو پورتقیسي) دی. مسجد یوه لویه مناره لري، چې اوږدوالی یې۴۳ مترو ته رسېږي.
دا چې دغه مسجد په اروپا، بیا په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د اسلام د خورولو لومړنی مرکز بلل کېږي، چې د ۲۳ اسلامي هېوادونو په مرسته جوړ شوی دی.
د روم مسجد د (پریولي) په یوه غرنۍ سیمه کې ودان شوی، چې شاوخوا یې شنو ونو احاطه کړې ده او مسجد ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
په سیمه کې د مېشتو مسلمانانو مرسته شوې پیسې د مسجد په رغنیزو چارو او هغه څه باندې لګول کېږي، چې د مسجد لپاره پېرل کېږي.
ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ