ړوند سړی د نړۍ ترټولو لوړې څوکې ته ورسید

پداسې حال کې چې په نړۍ کې ډېری داسې خلک شته، چې د صحي او فزیکي تندروستۍ سره سره خپل ارمانونه نه پوره کوي، خو ځینې داسې خلک هم شته، چې د فزیکي او اروايي محرومیت سربیره خپل خوبونه په واقعیت بدلوي.

ژینګ هونګ” په سترګو ړوند یوازینی چینايي کس دی، چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره “ایوریسټ” ته رسیدلی دی.

د بهرنيو راپورونو په حواله  پیما پهاسیا کې لومړی او په نړۍ کې درېیم کس دی، چې د ایوریسټ غره ته رسیدلی دی.

 

۴۶ کلن ژیانګ هانګ ، له نیپال څخه د نړۍ ترټولو لوړې څوکې ته رسیدلی ، چې د می په ۴ د ایوزیسټ ۸،۸۴۹ متره لوړې څوکې ته پورته او د می په ۲۷مه بیرته کمپ ته راستون یا راښکته شو.

ژیانګ هانګ د ړانده امریکایي کډوال “ایرک وان مییر” څخه متاثره دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې د “ایوریسټ ” غره څوکې ته پورته شوی و.

له رسنیو سره خبرو کې، ژینګ وویل، دا مهمه نه ده چې تاسي معلول یاست او که یو بشپړ انسان، تر هغه چې ستاسو دماغ قوي وي.




وروستي مطالب