لیکنه: عمران سنګین
انسانان په فطرتي ډول ریښتني معلوماتو او حقایقو ته لیوالتیا لري، غواړي چې په هغه څه پوه شي څه ډول چې څه پیښیږي، خو بیا هم کله کله انسانان د خپلو هغو طبیعي عادتونو قاتل جوړ شي کوم چې ورسره نه جلا کیدونکی اړخ لري.
ورځ تر بلې ګورو چې د نړۍ د پرمختګ په لوی میدان کې نوي ابتکارات او نوښتونه کیږي، دا هرڅه د یوه عمیق فکر په نتیجه کې لاس ته راځي، د دې لپاره چې پرمختګ وکړو، یو له هغه کارونو څخه باید ډډه وکړو کوم چې د پرمختګ په ساحه کې خنډ دي، چې یو د هغو له جملې څخه ړوند او ژر قضاوت یا پرېکړه کول دي.
تاسو پوهیږی چې ړوند قضاوت به مو له کومو ستونزو سره مخ کړي؟
په پښتو کې یوه عامه معقوله ده چې غوږ نه ګورې په سپي پسې منډې وهې.
پدې اړه یو شاعر څه ښه وایي چې:
مونږ نه چې کله سپي غوږ وړی دی نو غوږ نه ګورو
ورپسې ځغــلو کــه هر څــو په مــنډه چـنګ ښکاري
دغه یوه ډېره مهمه او برجسته خبره موږ ته له هوښیارانو څخه په میراث راپاتې شوي ده، زه یې په اړوند بیلا بیلې پایلې وسنجوم خو بیا هم دغه پوښتنې ته بې ځوابه پاتې شم چې ولې موږ ژر او یو اړخیز قضاوت کوو؟
په عمده دلایلو کې تر ټولو دا راوړاندې کیږي چې سطحي فکرونه مو عادت جوړ شوي دي.
په موضوعاتو کې سطحي او عمیق فکر به داسې مثال ولري، لکه یو شخص چې په موټر کې ناست وي او له یوې سیمې څخه تیریږي، هغه بل شخص چې پیاده مزل کوي له هغه سپور شحص څخه په سیمه کې ډېر شیان او اجناس ویني.
سطحي فکر موضوع پرته له دې چې له عقلي او علمي فلتر څخه تېره کړي تائیدوي او په اړوند یې ژر قضاوت کوي، ځینې وختونه د سطحي فکر په اساس رامنځته شوي قضاوتونه بې شمېره ستونزې ایجادوي، چې ښه مثالونه یې په ټولنه کې د ولسواکي نظام په اساس ځینو معرضو، فسادګرو او معامله ګرو اشخاصو ته قوت ورکول او هغوی موقفونو ته رسول دي.
یوه ورځ یوه ملګري راته کیسه کوله چې: زموږ په کلي کې یو ځوان و، هغه په ډېره مینه یو چرګ ساتلی و او له ځان سره به یې ډېر وخت ګرځاوه، یوه ورځ دغه ځوان له چرګ سره یو ځای سرک ته نږدې ناست و، په دغه وخت کې دغه ځوان کور ته وغوښتل شو او لاړو، کله چې دغه ځوان له کوره راووتو نو یو چا غږ پرې وکړ چې مخامخ ډرایور ستا چرګ په موټر ووهلو او مړ شو، دغه ځوان پرته له دې چې لومړی خپل چرګ وګوري په ډرایور پسې ورغی او هغه یې په ټوپک سره وواژه، کله چې دغه ځوان د سطحي فکر په اساس قضاوت وکړ له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ شو.
تاسو په دې اړه څه فکر کوئ چې دغه ځوان ولې له مختلفو ستونزو سره مخ شو؟
ستاسو په فکر ړوند قضاوت به خطرناکې پایلې ولري یا نه؟
همدا ډول په پلازمینه کابل شاه دو شمشیره کې د فرخندې په نوم انجلۍ په حق کې هم ړوند قضاوت شوی و او اوس یې د پیښمانتیا په ډول پرې یادګاري څلۍ هم جوړ کړی دی.
که وګورو زموږ په ټولنه کې اکثره وګړي احساساتي ویناوې تېر باسي، دوی د پردې تر شاه خبرو ته پام نه کوي تش په زنده باد نارو پسې لاړ شي، چې وروسته دا ډول خلک بیا ډېر ځله پیښمان شوي هم دي.
ژر پریکړې ضرور له یو ډول ستونزو سره مل وي، ممکن په ځینو مسایلو کې خطرناکې پایلې هم ولري، دا چې دا ستونزې څه ډول پیښمانتیا رامنځته کوي شاید ډېر یې شاهدان هم پاتې شوي وي.
عمیق فکر په موضوع کې ټول اړخونه سنجوي، دلایل یې په ګوته کوي، د ولې او څرنګه پوښتنې په تفصیلي ډول ځوابوي، موضوعاتو ته په داسې ډول یوه پایله وړاندې کوي؛ چې وروسته هېڅ وخت د پښمنتیا سبب نه ګرځي، کله چې موږ په خپلو کارونو کې پيښمانتیا څرګنده نه کړو، نو ضرور ده چې ټول کارونه به مو له بریاوو ډک وي.