سپورټ فوټبال وزش او تمرین

د نړۍ نامتو فوټبالر رونالډو په کورونا اخته شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو په کورونا ویروس اخته شوی، چې له امله یې د فوټبال مهمې سیالۍ له لاسه ورکړې.

رونالډو د خپلې ملې لوبډلې سره په هیوادنیو لوبو بوخت وو، چې پرون سې شنبه یې د کورونا پایله مثبته وخته او د قرنطین په موخه یې خپله لوبډله پرېښودله.

د ریپوټونو په اساس رونالډو اړ دی، چې ۱۴ ورځې قرنطین تېر کړي.

د پرتګال فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د رونالډو حالت ښه دی او د کورونا هیڅ علایم پکښي نه دي موجود.

د سکای سپورټ ترڅنګ مشهورو ورزشي سایټونو هم دا خبر تایید کړی دی.

رونالډو کومې لوبې له لاسه ورکړې؟

دا چې رونالډو به د کورونا له امله ۱۴ ورځې قرنطین کې وي، نو د هیواد لپاره یې یوه لوبه او د کلب لپاره یې بیا دوې لوبې له لاسه ورکړې.

د اروپايي هیوادونو ترمنځ د فوټبال کپ کې پرتګال د سویډن په وړاندې نن لوبه لري، چې دې لوبه کې رونالډو نشته.

او یوونټوس کلب د کروتون او دیناموکیف لوبډلو سره جلا ـ جلا سیالۍ لري، چې په هغه لوبو کې به هم ونه لوبیږي.

۱۵ ورځې وروسته یوونټوس کلب د نړۍ له نامتو لوبډلې بارسلونا سره په چمپېنزلیګ کې لوبه لري، داسي شک کیږي، چې رونالډو به په هغه کې هم ونه لوبیږي.

رونالډو

رونالډو د فوټبال په ډګر کې یو له نامتو فوټبالرانو څخه دی، چې په زیات شمېر سره یې بیلابیلې جایزې ګټلې.

هغه د بهرنیو هیوادونو ترڅنګ دلته افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینوال لري.

کورونا او د فوټبال لوبغاړي

له کله چې کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، نو ورسره جوخت د فوټبال لوبې هم ودرېدې او په زیات شمېر سره د فوټبال لوبغاړي هم په کورونا اخته شول.

خو د قرنطین تر تېرولو وروسته ټول لوبغاړي بیرته روغ شول او یوځلې بیا د فوټبال سیالۍ په لوبغالو کې له مینه‌والو پرته پيل شوې.

له کله چې لوبې بیرته پيل شوي، د کوم لوبغاړي مثبته پایله نه وه راوتلې، خو د نامتو لوبغاړي رونالډو پایله تېره ورځ مثبته وختله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ