رونالډو؛ خلګ یې زوړ بولي خو ده نور ریکارډونه جوړ کړل.

خبریال: فضل الله فضلي
د پرتګال هیواد د ملي لوبډلي او د آیټالیا د سیر اې لیګ جیونټوس لوبډلي مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو یو بل ریکارډ مات کړ.
جیونټوس تېره شپه په سیري اې لیګ کي د هیلاس ویرونا څخه ۲ پر ۱ ماته وخوړه.
په دې لوبه کي رونالډو د جیونټوس لپاره ګول ولګوئ، چي دی په دې سره وتوانېدئ، چي د جیونټوس لپاره په لسو پرلپسې لوبو کي د ګول لګولو ریکارډ جوړ کړي.
نوموړي په دې سره هم د جیونټوس لپاره تاریخ جوړ کئ او هم اړ دئ، چي په بله لوبه کي لا ګول ولګوئ، چي د سیر اې لیګ په تاریخ کي په پرلپسې ۱۱ لوبو کي د ګول لګولو ریکارډ مات کړي.

ددې ریکارډ ترڅنګ هغه د ۱۱م فصل له پاره پرلپسې د لیګ په لوبو کي تر ۲۰ ډېر ګولونه پوره کړ او همداراز هغه د اروپا په ۵ معتبرو لیګونو کي هم د پرلپسې ۱۰ لوبو کي د ګول لګولو ریکارډ جوړ کړ.
رونالډو په دې فصل ۲۰ لوبو ګي شل ګولونه لګولي دي او د خپلي ملي لوبډلي لپاره په ۱۴ لوبو کي ۱۴ ګلونه لري، چي په ټوله کي دوه د ګول پاسونه هم لري.
رونالډو اوس مهال ۳۵ کلن دئ.
هغه په وارو وارو د رسنیو سره په مرکو کي ویلي چي دی غواړي تر ۴۰ کلنۍ پوري فوټبال ته ادامه ورکړي او د ځان د روغتیا په اړه يې هم ډاډ ورکړئ دئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.