سپورټ فوټبال وزش او تمرین

په ۳،۶ میلیونه ډالره اخیستل شوی، د رونالډو موټر وپېژنئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړی په زیات شمېر سره ګرانبیه موټرونه لري، چې یو یې له هغو څخه د رولز رویس په نوم دی

له شکه پرته کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یو شتمن کس بلل کیږي، چې د خپلې وړتیا په مټ یې د فوټبال له ډګره ډېرې پيسې لاس ته راوړې دي.

د لوبو ترڅنګ دا مخکښه فوټبالر په زیاتو تجارتي اعلانونو کې هم برخه اخلې او له دې لاري هم هر کال په میلیونونه ډالره عاید لاس ته راوړي.

په ۳،۶ میلیونه ډالره د رونالډو رانیول شوی موټر

لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، رونالډو په زیات شمېر سره ګرانبیه موټرونه لري، چې د هغو له ډلې څخه په ۳،۶ میلیونه ډالره رانیول شوی موټر رولز رویس دی.

دا موټر د رونالډو غوندي یوازې شتمن خلک اخیستلای شي او په نړۍ کې له ډېرو کمو خلکو سره لیدل کیږي.

رونالډو هر وخت د خپلو موټرونو سره انځورونه اخلي او پر خپلو ټولنیزو رسنیو یې خپروي، چې د ګرانبیه موټر رولز رویس سره یې هم  انځور اخیستی او پر خپل انسټاګرام یې خپور کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ