سپورټ فوټبال

رونالډو د تاریخ لومړی لوبغاړی سو، چي په درو لویو لیګونو کي غوره لوبغاړی انتخابیږي

لیکنه: فضل الله فضلي

پرتګالی ځوان او د نړۍ مشهوره فوټبال لوبغاړی کریسټیانو رونالډو یو بل ریکارډ هم جوړ کړ.

رونالډو تېر کال د هسپانوي کلب ریال مادرید څخه ۹ کاله وروسته جلا او د ایټالیا سیراې غوره لیګ د جیونټوس کلب سره یوځای سو.

نوموړی تازه د یاد لیګ د ۲۰۱۹م کال غوره لوبغاړی وټاکل سو.


رونالډو په دې سره د نړۍ د ۵ معتبره فوتبال غوره لیګونو څخه په ۳ غوره لیګونو کي غوره لوبغاړی انتخاب سو.

هغه د لالیګا او اروپا اتلانو لیګ وروسته د سیر اې لیګ غوره لوبغاړی وټاکل سو، چي د نړۍ هیڅ یو لوبغاړی تردې مهاله د نړۍ د ۳ غوره لیګونو غوره لوبغاړی نه دئ انتخاب سوی.

نوموړي په لومړي فصل کي د جیونټوس لپاره ۴۳ لوبي وکړې، چي ۱۰ یې د ګول پاسونه او ۲۸ ګولونه یې خپله ولګول.
رونالډو په همدې فصل کي د جیونټوس سره د سیراې او سوپر کپ اتلولۍ هو وګټلې.

د اټالیا د غوره لیګ سیراې د سږ فصل اتلولي د جیونټوس لوبډلي وګټل او په دې سره یې د راتلونکي اروپا اتلانو لیګ سیالیو ته لاره پیدا کړه.

ناپولي، اټلانټا او انټرمیلان هم هغه لوبډلي دي، چي د جیونټوس سره به یوځای د اروپا د اتلانو لیګ په سیالیو کي برخه واخلي.

رونالډو د خپل فوټبال په تاریخ کي تراوسه په ۹۶۰ لوبو کي ۶۸۶ ګولونه وهلي او د فوټبال د تاریخ تر ټولو ډېر ۳۸ مختلف کپونه ګټلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې