سپورټ فوټبال وزش او تمرین

په انسټاګرام کې د رونالډو پالورز ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس د تکړه او نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو پالورز په انسټاګرام کې ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، چې په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

لکه څنګه چې رونالډو د فوټبال په میدان کې ښه لوبیږي، همغسي پر ټولنیزو رسنیو هم په زیات ډول تعقیبوونکي لري، چې د هغو له ډلې څخه یې یو هم انسټاګرام دی.

رونالډو یوازینی کس دی، چې په انسټاګرام کې ۲۵۰ میلیونه، ۸۵۹ زره او ۳۹۶ کسان پالورز لري، چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر تعقیبوونکی شخص دی، خو خپله د انسټاګرام رسمي صفحه بیا ۳۸۲ میلیونه پالورز لري.

رونالډو بیا خپله په انسټاګرام کې یوازې ۴۵۸  نور کسان پالورز کړې دي.

پر ټولنیزو رسنیو د رونالډو تعقیبوونکي

۱ـ انسټاګرام ـ ۲۵۰ میلیونه، ۸۵۹ زره او ۳۹۶ کسان.

۲ـ فیسبوک ـ «۱۴۶،۰۹۰،۸۲۳» کسان.

۳ـ ټویټر ـ «۹۰،۲۱۱،۲۹۷»کسان.

۴ـ یوټیوب ـ ۱،۶۸ میلیونه کسان.

جالیبه  خو لا داده، چې په انسټاګرام کې د انګلستان هیواد د پرېمرلیګ شل واړه لوبډلې په ټولیزه توګه ۱۵۹ میلیونه کسان پالورز لري، چې په یوازې توګه د رونالډو تر پالورزو ۹۱ میلیون کسان کم دي.

له رونالډو څخه راوروسته په دویم قدم کې په انسټاګرام کې زیات پالورز امریکايي سندرغاړې آریانا ګرانده لري، چې «۲۱۴،۱۹۹،۵۰۷» کسان دي.

په درېیم ځای کې د امریکا پخوانی هنرمند او کشتي‌ګر دوئین جانسون دی، چې هغه بیا «۲۰۹،۷۳۰،۹۵۱» پالورز لري.

تر یادو دریو کسانو راوروسته په څلورم ځای کې د نړۍ بل نامتو لوبغاړی لیونل میسي د ۱۷۴ میلیونه، پنځم ځای کې نیمار د ۱۴۴ میلیونه، شپږم ځای کې ویراټ کوهلي د ۸۶ میلیونه، په اووم ځای کې لبران جېمز د ۷۶ میلیونه او اتم ځای کې بیا ډیویډ بیکام د ۶۵ میلیونه پالورز په درلودلو سره شتون لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ