فوټبال؛ کریسټیانو رونالډو 777 ګولوهنې بشپړې کړې

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي وړمه شپه د اینټرمېلان پر وړاندې ګولوهنه وکړه، چې په دې سره یې په خپل لوبیز ژوند کې د خپلو ګولوهنو شمېر ۷۷۷ ته ورساوه.

وړمه شپه یوونټوس په خپل کوربتوب انټرمېلان لوبډلې ته درې ګولونه پر دوه ماتې ورکړه، چې د یوونټوس لپاره لومړۍ ګولوهنه رونالډو د پینالټۍ په واسطه ولګوله.

د انټرمېلان پر وړاندې په دې ګولوهنې سره کریسټیانو رونالډو خپل د رسمي ګولونو شمېر ۷۷۷ ته ورساوه، چې دا ګولوهنې یې د ملې لوبډلې «پرتګال» ترڅنګ د اسپورتینګ، منچسټر یونایټیډ، ریال ماډریډ او یوونټوس کلبونو لپاره لګولي دي.

 

د رونالډو لوبډلې او ګولوهنې

 

۱ـ رونالډو په اسپورتینګ لوبډله کې د ۲۰۰۲ ـ ۲۰۰۳م کال پورې ۵ ګولوهنې وکړې.

۲ـ رونالډو په منچسټر یونایټیډ لوبډله کې د ۲۰۰۳ ـ ۲۰۰۹م کال پورې ۱۱۸ګولوهنې وکړې.

۳ـ رونالډو په ریال ماډریډ لوبډله کې د ۲۰۰۹ـ ۲۰۱۸م کال پورې ۴۵۰ ګولوهنې وکړې.

۴ـ رونالډو په یوونټوس لوبډله کې د ۲۰۱۸ – څخه ۱۰۱ ګولوهنې کړې دي.

۵ـ رونالډو په پرتګال ملې لوبډله کې د ۲۰۰۳ ـ څخه ۱۰۳ ګولوهنې کړې دي.




وروستي مطالب