رونالډو د فوټبال لوبغاړو ته؛ قوي پاتې شئ هلکانو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پرتګال فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه او نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د فوټبال له ټولو لوبغاړو څخه غوښتني چې قوي پاتې شي.
رونالډو پر خپل انسټاګرام یو عکس خپور کړی، چې په خپل کور کې تمرین کوي او له ټولو فوټبالرانو څخه یې غوښتي، چې قوي و اوسي.
هغه له یاد عکس سره د فوټبال ټولو لوبغاړو ته لیکلي:
“هلکانو قوي پاتې شئ او تمرینونه وکړئ.”

د کرونا ویروس له امله د فوټبال ټول اروپايي لیګونه درېدلي، چې اوس د فوټبال لوبغاړي په کورونو کي قرنطین دي.
۳۵ کلن رونالډو هم یو له هغه لوبغاړو څخه دی چې د قرنطین پر مهال په خپل کور کې تمرینونه کوي او ځینې وختونه د خپلو تمرینونو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپروي.
دا په داسې حال کې ده، چې رونالډو به ډېر ژر له خپل هېواد پرتګال څخه ایټالیا ته سفر وکړي، چې له خپل کلب (یوونټوس) سره تمرینونه پيل کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي