د فوټبال د نړۍ ځلانده ستوري رونالډو یو نوی ویاړ

د پرتګال هېواد مشهور فوټبالر ستوري کرستیالو رونالډو په رسمي سیالیو کې ۱۰۰سلم ګول هم ترسره کړ.
رونالډو د سلیزې په ترسرولو سره د نړۍ ډېر ګولوهنونکي مقام ته صرف ٩ ګوله واټن لري.
که چېرې رونالډو ٩ ګوله نور هم ترسره کړي، نړیوال ریکارډ به مات کړي او د نړۍ تر ټولو ډېر ګول وهونکي مقام به خپل کړي.

کرستیانو رونالډو د سلم ګول په ترسره کولو سره د فوټبال په نړۍ کې دویم مقام خپل کړ.
رونالډو خپل سلم ګول د سویډن هېواد سره په لوبه کې ترسره کړ او 2:0 په وړاندې يې پرتګال بریالی کړ.
د لوبې ډواړه ګوله رونالډو ترسره کړل.
رونالډو لمړی ګول په ٤٥ دقیقې د «فري کیک» یا پیناتي په شوټ کولو سره ترسره کړو.
په ٧٢ دقیقو کې یو ځل بیا وتوانېد، چې د سویډن دفاعي خط مات او دویم ګول هم ترسره کړي او د خپلو ګولونو په نړیوالو لوبو کې سلیزه هم پوره کړي.

په نړۍ کې تر ټولو ډېر ګولونه د ایران د ملي ټیم لوبغاړي علي داعي ترسره کړي دي، چې په رسمي لوبو کې یې د ١٠٩ ګولونو ویاړ خپل کړی دی.
که چېرې رونالډو وتوانېږي په نړیوالو لوبو کې لس ګوله نوره ترسره کړي، د “علي داعي” ریکارډ به مات کړي او د نړۍ دګولوهنکو پادشاه به شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب