افغانستان اقتصاد

هلمند: له درې کلنو څیړونو وروسته د رومیانو اصلاح شوي تخمونه پروسس کیږي

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر سبو او ترکاریو څېړنې روانې دي.

د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې ریاست د چارواکو له قوله وايي، ددغو سبو له ډلې یو هم رومي بانجان دي، چې د مورني (breader Seed) تخم تولید او پروسس لړۍ یې پیل شوې ده.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل:

«دغه اصلاح شوي تخمونه تر پروسس او تولید وروسته د اصلاح شویو تخمونو تصدۍ او د هغو شرکتونو په واک کې ورکول کیږي، چې د مورنې تخمونو د کرکیلې جواز ولري، ترڅو تکثیر او وروسته د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.»

ښاغلی الکو وویل، چې د یادو تخمونو ورایټۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر درې کلونو څېړنو وروسته انتخاب شوي دي، چې د لوړ حاصل ترڅنګ ښه خوند او رنګ هم لري او د تجارت وړ دي.

هملند د افغانستان له حاصلخیزه ولایتونو دی. خو دغلته دوامداره جګړو خلک نه دي پریښي چې له دې حاصلخیزه سیمو په ښه زړه ګټه واخلي.

اوس تازه ویل شوي چې د هلمند په یو شمیر سیمو کې د نسبي امنیت سره د حکومت له لورې زراعتي همکاریو ته هم پاملرنه ښه شوې ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ