افغانستان سرسکالو سیاست

رولا غني: د موقت حکومت جوړیدل، یعنې د دوه لسیزو د لاسته راوړنو له منځه وړل

د افغانستان لومړۍ مېرمن د نيوکې په بڼه د هېواد د ولسي جرګې له خوا، د ځینو نوماند وزیرانو د ردولو په تړاو وويل، چې ولسي جرګه د پېر او پلور پر مرکز بدله شوې ده.

د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني، د هېواد ولسي جرګه، په مالي فساد تورنولو سره وويل چې د افغانستان ولسي جرګه د وزیرانو په ټاکلو کې، دا چې څوک وټاکي او څوک رد کړي د پېر او پلور په میدان بدل شوی دی.

نوموړې زیاته کړه، چې وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور رايو په نه ورکړې اندېښمنه نه ده، ځکه که ولسي جرګه ووايي او که ونه وايي وزیران خپل کار ته دوام ورکوي. هغې وویل چې وړاندې تر دې هم وزیرانو د ولسي جرګې د باور رایې پرته، خپلو کارونو ته یې دوام ورکړی وو.

As Taliban talks gather pace, Afghan women fear turning back clock

د افغانستان لومړۍ مېرمن په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړېدلو اټکلونو ته په اشارې سره وويل، چې د دغه ډول دولت جوړېدنه د اساسي قانون خلاف ده او د دوو وروستيو لسیزو د لاسته راوړنو د له منځه تللو لامل کېږي.

خو بلخوا د ولسي جرګې مرستيال، حجت الله خردمند د رولا غني د دغې ادعا په ردولو سره وويل چې ډېرو وزيرانو چې له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستي، شتمن نه دي او د رایې د اخیستلو لپاره یې پیسې نه درلودې، که د ولسي جرګې رایې د پیسو پر بنسټ وې او د رایې معیار يې پیسې وې، ډېرو نوماند وزيرانو باید له ولسي جرګې څخه د باور رایې نه وای اخیستې.

رولا غني په داسې حال کې له سرپرست وزیرانو څخه د کار غوښتنه لري چې ولسي جرګې هغوی ته د باور رایه نه ده ورکړې او د هېواد د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني خبرداری ورکړی، چې که واک لرونکي کسان د وزارتونو، ریاستونو او د سترې محکمې د غړيتوب لپاره د باور رایې ترلاسه کولو په پار ولسي جرګې ته ور ونه پېژندل شي، نو ولسي جرګه به د یادو ادارو بودیجه وځنډوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ