روهیت شرما په IPL لیګ کې درېیم مخکښ لوبغاړی شو

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د ممبي انډینز لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما د هند په آی پي ایل سیالیو کې خپلې ټولې منډې ۵۲۹۲ ته ورسولې او په دې سره ددې لیګ په تاریخ کې درېیم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو.

روهیت شرما یادې منډې په ۱۹۷ لوبو کې جوړې کړې، چې پکې ۳۹ پنځوسیزې او یوه یې بیا سلیزه جوړه کړې.

 

د آی پي ایل په تاریخ کې لس زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړي

 

۱ـ ویراټ کوهلي، ۱۸۵ لوبې، ۵۹۱۱ منډې، ۳۹ پنځوسیزې او ۵ یې بیا سلیزې جوړې کړې دي.

۲ـ سوریش رانا، ۱۹۰ لوبې، ۵۴۲۲ منډې، ۳۹ پنځوسیزې او یوه یې بیا سلیزه جوړه کړې ده.

۳ـ روهیت شرما، ۱۹۷ لوبې، ۵۲۹۲ منډې، ۳۹ پنځوسیزې او یوه یې بیا سلیزه جوړه کړې ده.

۴ـ شکر داوان، ۱۷۶ لوبې، ۵۲۸۲ منډې، ۴۲ پنځوسیزې او دوې یې بیا سلیزې جوړې کړې دي.

۵ـ ډیویډ وارنر، ۱۴۳ لوبې، ۵۲۵۷ منډې، ۴۸ پنځوسیزې او څلور یې بیا سلیزې جوړې کړې دي.

۶ـ ډیویلرز، ۱۵۷ لوبې، ۴۸۹۷ منډې، ۳۸ پنځوسیزې او درې یې بیا سلیزې جوړې کړې دي.

۷ـ کریس ګېل، ۱۳۲ لوبې، ۴۸۱۲ منډې، ۳۱ پنځوسیزې او شپږ یې بیا سلیزې جوړې کړې دي.

۸ـ مهندرا سینګ ډوهني، ۱۸۳ لوبې، ۴۶۳۲ منډې، ۲۴ پنځوسیزې یې جوړې کړې، خو سلیزه یې نه ده جوړه کړې.

۹ـ روبین اُتاپه، ۱۸۲ لوبې، ۴۶۰۷ منډې، ۲۴ پنځوسیزې یې جوړې کړې، خو سلیزه یې نه ده جوړه کړې.

۱۰ـ ګاتم ګمبیر، ۱۵۲ لوبې، ۴۲۱۷ منډې، ۳۶ پنځوسیزې یې جوې کړې، خو سلیزه یې نه ده جوړه کړې.

 

وروستي مطالب