چينای د ډهوني په نه شتون کي بيا وبايلله

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ په ۴۴مه لوبه کي چينای او ممبی سره مخ سوله.
چينای لوبډلي د دويم ځل لپاره سريش رينا د ډهوني پرځای لوبډلمشر ټاکلی وو.

چينای د لوبي پچه وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله.
ممبی په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۶ منډي هدف وټاکی.

قوينټن ډيکوک ۱۵، ليويس ۳۲،هارديک پانډيا ۲۳ او لوبډلمشر روهيت شرما ۶۷ منډي وکړلې.
د چينای توپ اچوونکو چاهار او عمران طاهر يوه يوه وکيټه ترلاسه کړه خو سنټنر بيا دوه لوبغاړي وسوځوله.

پداسي حال کي چي چينای په خپل کور کي وه همدارنګه د لوبي پچه يې هم ګټلې وه نو د ۱۵۶ منډو هدف ورته سخت نه وو،خو دا ځل لوبه بل ډول وه،ځکه د ډهوني نه شتون احساسيدی.
چينای سوپر کينګز لوبډلي په ۱۷.۴ اوورونو کي خپل ټوله لوبغاړي د لاسه ورکړه او يوازي د ۱۰۹ منډو په کولو وتوانيدله.

د چينای لپاره ويجی ۳۰ منډي وکړې، واټسن ۸، رينا ۳، براوو ۲۰ او سنټنر ۲۲ منډي وکړلې.
د ممبی لپاره انوکل یوه ، کرونال پانډيا ۲، هاردیک پانډيا يوه، بومرا ۲ او ملينګا ۴ وکيټي ترلاسه کړې.
ممبی انډينز په ۴۶ منډو چينای سوپرکينګز ته ماته ورکړه.
د لوبي غوره لوبغاړی روهيت شرما سو.

چينای د لوبي په بايللو سره لاهم پر لومړي مقام کي پاتي سوه او ممبی انډينز د جدول دويم ځای ته ځان راورسوی.
هيره دي نه وي چي نن ماښام ۰۷:۰۰ بجې د سنرايزر حيدراباد او راجستان رويالز لوبه ده

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ