مارچ 4, 2021

روهیت شرما د راتلونکي نړیوال جام د ګټلو ادعا کړې

لیکنه: بهار سمسور
د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د پیل پیاوړی توپ وهونکی، د ویرات کوهلي مرستیال او هم ځينې وخت لوبډلمشر «روهیت شرما» په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې هر څوک دا غواړي چې نړیواله اتلوالي وګټي، دوی هم همدا غواړي او د دې لپاره په خپل ټول توان هڅه هم کوي. ده ویلي نورې لوبې، سیریزیونه ګټل هم مه دي، خو تاسو پوهېږی، چې د نړیوال جام ګټل د هر چا لپاره ځانګړي وي، خو زه په خپلټول توان هڅه دا کوم، چې راتلونکی نړیوال جامم وګټم.
کول هیټ مېن شرما وايي؛ دی زیات هیله‌مند نه دی، چې دا جام به تر سره شي، یا هم په هغه ډول څنګه چې د مینه‌والو غوښتنه او د نړیوالې شورا پلان دی، خو هیله ده دا جام په ښه شکل ترسره شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي