نیوزیلېنډ او هندوستان نن د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړه، د دې لوبو لومړۍ هغه یې د افغانستان پر وخت نن ۱۱ بجې پېل شوه، په دغه سیریز کې روهېت شرما ته پوره چانس شته، چې دوه یا درې ریکارډونه خپل کړي او په دې ډول د خپلې لوبډلې لپاره یو اتل شي.
روهېت شرما او ریکارډونه
په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د منډو په جوړولو کې د اوس لپاره لومړی ریکارډ د نیوزیلېنډي مارټېن ګوپټېل دی، هغه په ۷۶ شل اوریزو لوبوکې ۲۲۷۱ منډې کړي دي او لومړي مقام کې دی، ورپسې بیا پاکستانی شعیب ملک دی، ده ۲۲۴۷ منډي کړي دي او دریم بیا هندی روهېت شرما دی هغه په ۹۰ لوبوکې د هندوستان لپاره ۲۲۳۷ منډې کړي دي، نوموړی اوس له مارټېن ګوپټېل څخه یواځې ۳۵ منډې وروسته دی او که چېري په روانه لوبلړۍ کې ۳۵ منډې وکړي د ګوپټېل ریکارډ به مات کړي او د جدول په سرکې به ځای ونیسي؛ روهېت داسې یو هېټر توپ وهونکی دی، چې کولای په درې واړو لوبو کې څه چې په یوه لوبه کې هم دومره منډې وکړي او ګوپټېل وروسته کړي. بل دا چې ګوپټېل په دغه سیریزکې د ټپ له امله نشته.
دوهم ریکارډ
روهېت شرما اوس د نیوزیلېنډ خلاف د درې شل اوریزو لوبو لړۍ کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی، ویرات کولي په دغه سیریز کې وجود نه لري، تر اوسه پورې هندوستان له نیوزیلېنډ څخه په نیوزېلېنډ کې د شل اوریزو لوبو سیریز نه دی ګټلی او که د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ کې هند له درې لوبو دوه وګټي سیریز به په خپل نوم کړي او روهېت شرما به لومړی لوبډلمشر شي، چې نیوزیلېنډ کې له نیوزیلېنډ څخه سیریز ګټي.
دریم ریکارډ
بل ریکارډ دا دی چې کرېس ګېل او ګوپټېل دواړو په شل اوریزو لوبو کې ۱۰۳ او ۱۰۳ شپږیزې وهلي دي، بل پلو بیا روهېت شرما ۹۸ شپږیزې وهلي دي، که روهېت شرما شپږ شپږیزې ووهي؛ نو دا ریکارډ هم ماتوي او خپله به په شل اوریزو لوبوکې د زیاتو شپږیزو وهلو نوی ریکارډ جوړ کړي.
که شرما یواځې دوه شپږیزې ووهي؛ نوموړی به بیا دریم تن وي، چې د نړۍ په کچه په شل اوریزو لوبوکې سل شپږیزې جوړوي.
د هندوستان او نیوزیلېنډ شل اوریزې لوبې او پایلې یې
هندوستان او نیوزیلېنډ تر اوسه ۸ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي دي، چې دوه هند او ۶ نیوزیلېنډ ګټلي دي.
ګورو چې دې دریو شل اوریزو لوبوکې کومه لوبډله برلاسې کېږي.
د یو ورځنیو لوبو لړۍ څلور د یو پر وړاندې هند وګټله، د شل اوریزو لوبو لړۍ نن پېلېږي او د فبروري په لسمه د یکشنبې په ورځ پای ته رسېږي.