د روهیت شرما د زوکړي ورځ او هندیانو ته یې ځانګړی پيغام

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو توپوهونکی روهیت شرما پرون د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه ۳۴ کلن شو، چې د ۱۹۸۷م کال د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د هند په ممبي ښار کې زېږېدلی دی او پرون یې د خپلې زوکړې په ورځ یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې د خلګو څخه یې د منني ترڅنګ یو ځانګړی پیغام خپور کړی.

روهیت شرما پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې یوه ویډیو خپره کړې، پکې لومړی یې له ټولو مینوالو مننه کړې، چې ورته د کلیزي مبارکي یې ورکړې.

وروسته یې خپلو ټولو مینوالو او هیوادوالو ته د بریاوو هیله کړې او زیاته کړې یې ده، هندي وګړي د کورونا ویروس څخه ډېر ځوریږي او له ټولو څخه یې هیله کړې، چې دې حساسو شرایطو کي له خپلو خلګو سره مرستې وکړې.

روهیت شرما له ټولو هیوادوالو څخه غوښتي، چې د کورونا ویروس څخه د ساتني په موخه ټول روغتیایي تدابیر ونیسي او هغه کسان چې اوس په کورونا ویروس اخته دي، ورسره همکاري وکړي.

روهیت شرما لیکلي:

«د ټولو پيغامونو څخه مو ځانګړې مننه، تاسي ټول زیات مهربانه یاست، مګر اوس زموږ هیواد هیلو او ملاتړ ته اړتیا لري، روغتیایي سپارښتني شتون لري چې باید ټولي پر ځان عملي کړو، راځئ له یو بل څخه ملاتړ وکړو، تر څو یو بهتره هند جوړ کړو.»

 

 

په هند کې کرونا

 

لکه څنګه چې په هند کې د آی پي ایل سیالۍ روانې دي، ورسره جوخت کورونا وبا خورا په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او د ریپوټونو په اسا هره ورځ ورسره څخه په سلګونه کسان مري.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د کورونا ویروس د مخنیوي په پار پر ټولو د مرسته کولو ږغ کړی.

په همدې موخه یو شمېر هیوادونو، د کرکټ لوبغاړو او ګڼو نورو کسانو د مرستې رسونې له صندوق مرستې کړې دي.