
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي او تکړه توپوهونکي اي بي ډیویلرز ۵ کلونه مخکې په یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو لوبغاړو چټکه سلیزه ووهله او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.
ډیویلرز په خپل هېواد کې د ویسټ انډيز خلاف یوې لوبې کې یوازې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې دا د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو تر ټولو چټکه او تاریخې سلیزه ده.
۵ کاله مخکې په هماغه لوبه کې ډیویلرز په ۴۴ توپونو تيزې ۱۴۹ منډې وکړې، چې ۱۶ یې شپږیزې او ۹ یې بیا څلوریزې په کې ووهلې.
په یو ورځنیو سیالیو کې د تېزې چټکې سلیزې ریکارډ په ۱۹۹۶ کال کې پاکستاني شاهد افریدي سره و، خو په ۲۰۱۴م کې نیوزیلینډ لوبغاړي کوري انډرسن مات کړ او له هغه وروسته بیا اي بي ډیویلرز په خپل نوم ثبت کړ، چې لا تر اوسه ثبت دی.
خو اوس کرکټ اډیکټور په یوې لیکنه کې لیکلې، چې امکان شته دا ۵ لوبغاړي د اي بي ډیویلرز نړیوال ریکارډ مات کړي.
۱ـ مکسویل
مکسویل د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی، چې خورا چټکه توپوهنه کوي.
مکسویل د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۷ ټیسټ، ۱۱۰ یو ورځنۍ، ۶۱ شل اوریزه او ۶۷ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۳۳۹ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۸۷۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۱۵۷۶ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۴۰۶۱ منډې جوړې کړې دي.
۳۱ کلن مکسویل له اوږدې مودې راهیسې له نړیوال کرکټ څخه لرې دی، خو هغه به ډېر ژر بیرته د اسټرالیا لوبډلې ته راستون شي.
میکسویل یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت چټکه توپوهنه کوي او ممکن د اي بي ډیویلرز ریکارډ ته ځان ورسوي.
۲ـ جوس بټلر
جوس بټلر د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی دی.
بټلر د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۴۰ ټیسټ، ۱۴۲ یو ورځنۍ، ۱۰۵ فرسټ کلاس او ۲۱۳ بیا لیست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه ټیسټ لوبو کې ۲۰۹۹، یو ورځنیو لوبو کې ۳۸۴۳ منډې، فرسټ کلاس لوبو کې ۵۰۸۰ منډې او لیست اې لوبو کې یې بیا ۶۰۰۹ منډې جوړې کړې دي.
د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبغاړی بټلر اوس مهال د کرکټ په نړۍ کې خورا مخکښ توپوهونکی بلل کېږي.
بټلر هغه لوبغاړی دی، چې ممکن د اي بي ډیویلرز ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.
۳ـ روهیت شرما
روهیت شرما د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی.
روهیت شرما د هند لپاره ۳۲ ټیسټ، ۲۲۴ یو ورځنۍ، ۱۰۷ شل اوریزه او ۹۲ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۲۱۴۱ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۹۱۱۵ منډې، په شل اوریزه لوبو کې ۲۷۱۳ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۷۱۱۸ منډې جوړې کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۶ سلیزې او ۱۰ بیا پنځوسیزي، په یو ورځنیو لوبو کې ۲۹ سلیزې او ۴۳ بیا پنځوسیزې، په شل اوریزه لوبو کې ۴ سلیزې او ۲۰ بیا پنځوسیزې او فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۲۳ سلیزې او ۳۰ بیا پنځوسیزې جوړې کړې دي.
روهیت شرما د ټیسټ لوبو په یوه لوبه کې ۲۱۲ منډې، په یوه ورځنۍ لوبه کې ۲۶۴ منډې، په یوه شل اوریزه لوبه کې ۱۱۸ منډې او په یوه فرسټ کلاس لوبه کې ۳۰۹ منډې جوړې کړې دي.
په یو ورځنیو لوبو کې په یوازې سر ۲۴۶ منډې جوړول اوس د روهیت شرما نړیوال ریکارډ دی.
روهیت شرما دومره وړتیا لري، چې د خپلو وړتیاوو په مټ ممکن د اي بي ډیویلرز ریکارډ مات کړي.
۴ـ نیکولاس پوران
نیکولاس پوران د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی ځوان توپوهونکی دی.
پوران د ویسټ انډیز لپاره ۲۵ یو ورځنۍ، ۲۰ شل اوریزه، ۳ فرسټ کلاس او ۴۳ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه یو ورځنیو لوبو کې ۹۳۲ منډې، په شل اوریزه لوبه کې ۳۵۳ منډې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۴۳ منډې او لست اې لوبو کې یې بیا ۱۴۲۴ منډې جوړې کړې دي.
نیکولاس پوران په یو ورځنیو لوبو کې خورا په ښه اوسط سره لوبې ترسره کړې دي او ممکن د اي بي ډیویلرز نړیوال ریکارډ ته ځان ورسوي.
۵ـ جېسن رای
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی دی.
جېسن رای د انګلستان لپاره ۵ ټیسټ، ۸۷ یو ورځنۍ، ۳۵ شل اوریزه او ۸۶ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
رای په ټیسټ لوبو کې ۱۸۷، په یو ورځنیو لوبو کې ۳۴۳۴، په شل اوریزه لوبو کې ۸۶۰ او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۴۸۳۲ منډې جوړې کړې دي.
د انګلستان دې لوبغاړې په یوې ټیسټ لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ۷۲، په یو ورځنۍ لوبو کې ۱۸۰، په شل اوریزه لوبه کې ۷۸ او په فرسټ کلاس لوبه کې یې بیا ۱۴۳ منډې جوړې کړې دي.
دا چې جېسن رای په یوې نړیوالې یو ورځنۍ لوبو کې ډېرې ۱۸۰ منډې جوړې کړې، نو په همدې موخه کولای شي د د اي بي ډیویلرز ریکارډ ته ځان ورسوي.