مارچ 2, 2021

د روغتیا په ساتلو کې شل مهم ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ هېڅکله سګرټ مه څکوئ او که یې څکوئ، نو وروستی نیم یې هېڅکله مه څکوئ.
۲ ـــ ۤپه حمام کې هېڅکله په مستقیمه توګه د تودو اوبو تر شاور لاندې ساه مه باسئ. کلورین یو تدریجي قاتل دی.
۳ ـــ د موبایل د چارجولو پرمهال، لومړی چارجر په موبایل کې ونښلوئ او وروسته یې په برېښنا (برق) کې ونښلوئ. غوره ده، چې موبایل خاموش وي.
۴ ـــ له یوې ورځې څخه زیات ځنډنی چای مه څښئ.
۵ ـــ د موټر د کولر د روښانه کولو پرمهال، لومړی لږ تر لږه د پنځو دقیقو لپاره د موټر ښیښې ټیټې کړئ او د تېلو په پمپ کې د تېل اچولو پرمهال کولر ګُل کړئ.
۶ ـــ خواړه مو په مایکرو ویو کې له یو ځل څخه زیات مه تودوئ او وروسته له هغه د ګټه اخیستنې په نه صورت کې یې لرې وغورځوئ.
۷ ـــ له کورنیو حیواناتو سره ښه تعامل ولرئ، ښایي له ډېری انسانانو څخه روغ او پاک وي. له انسانانو سره د هغوی ګډ لاملونه، کولای شي په بدن کې د واکسین په توګه عمل وکړي.
۸ ـــ د خوړو خوړلو پرمهال د هرې مړۍ ترمنځ لږ تر لږه یوه دقیقه واټن په پام کې ونیسئ او له خوړو څخه دوه ساعته مخکې او دوه ساعته وروسته او دغه راز د خوړو خوړلو پرمهال څښاکونه مه څښئ.
۹ ـــ د موټر د حرکت پرمهال ښیښې په بشپړه توګه مه ښکته کوئ، ترڅو هوا د باد په څېر د ساه ایستنې سوریو ته نننوځي.
۱۰ سینګاریز توکي له پنځو ساعتونو څخه زیات په خپل پوستکي باندې مه پرېږدئ، ځکه د پوستکي ژونکې (حجرې) خولې کېدو او ساه ایستلو ته اړتیا لري.
۱۱ ـــ وېښتان مو په شپه او ورځ کې له یو ځل څخه زیات مه ږمنځوئ. سترګو او د ساه ایستنې سوریو ته د سر د ښورې ننوتلو ته پام کوئ، حتا په نه لیدونکې بڼه.
۱۲ ـــ د منډې وهلو او پلي مزل پرمهال سر مو پورته ونیسئ. د ناستي او ویده کېدلو پرمهال برعکس سر مو ښکته ونیسئ.
۱۳ ـــ وزن ته له برید زیات پام، ګټور نه دی. د انسان بدن کولای شي، بدن ته داخلېدونکو او دفع کوونکو توکو کچه تنظیم کړي.
۱۴ ـــ که مالي اړتیا نه لرئ، نو اړینه نه ده، چې د ورځې اته ساعتونه کار وکړئ، تر ټولو غوره د کاري ساعتونو شمېر د پنځو او شپږو ساعتونو ترمنځ دی.
۱۵ ـــ په هر څه کې افراط د روغتیا لپاره یو لویه بلا ده.
۱۶ ـــ هېڅکله د هغو پخوانیو مانیټورونو تر شاه مه درېږئ، چې روښانه دي، ځکه زیان یې له ډېری د عکس اخیستو کامرو څخه زیات دی.
۱۷ ـــ د سهار په پیل کې ورزش او تحرک نه یوازې ګټه نه لري، بلکې خطرناک هم دی. هڅه وکړئ، چې لږ تر لږه له را ویښېدو درې ساعته وروسته او یا په مازدیګر کې یې ترسره کړئ.
۱۸ ـــ سیاسي، اقتصادي او ورزشي چارو ته له بریده زیات پام، د اروایي روغتیا لپاره زیان لري او په اوږد مهال کې د هغوی په کنټرول باندې د نه واک له امله، د اروایي ګډوډۍ سبب ګرځي.
۱۹ ـــ د مېرمنو لپاره د زرینو (طلایي) توکو معجزه مه هېروئ، حتا که یوازې د هغو په  لیدلو سره وي.
۲۰ ـــ هېڅکله ستوني ستغ او پړمخې مه ویده کېږئ، بلکې تل هڅه وکړئ، چې په ښي یا کیڼ اړخ  ویده شئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ