مارچ 3, 2021

د هډوکو دښمنان مو دا دي

ژباړه: بشر دروېش
د انسان د وجود ساختمان له هډوکو جوړ دی. هره ورځ کیدای شي د تېروتنو، بې غورۍ یا ناخبرۍ له وجې د هډوکو له دښمنانو سره مخ شئ.
د دې لپاره، چې دا دښمنان درباندې کامیاب نه شي او هډوکو ته مو زیان وانه ړوي، لازمه ده څو دغه دښمنان وپېژنئ او مقابله یې وکړئ.
په دې مطلب کې درته د هډوکو دښمنان در پېژنو:
خراب غوړي
د انسان د وجود ساختمان یا جوړښت ورځ تربلې رغیدونکی او بدلیدونکی دی. د وخت له تېریدو، د عمر له زیاتیدو او نورو بدلونونو سره دغه ساختمان هم بدلیږي، یا اغېزې مني.
هغوی، چې روغتیا او ستونزو ته یې سمه پاملرنه نه کوي، حتمي ده چې هډوکي یې خراب او وشړیږي.
د هډوکو د خرابیدو یا زیانمنیدو یو لوی دلیل خرابه تغذیه ده.
په خرابه تغذیه کې خراب غوړي زیاته ونډه لري. هغوی چې د مصرفیدونکو غوړیو له کیفیته یې ځان نه مطمینوي، د نورو زیانونو ترڅنګ هډوکو ته یې هم تاوان اړوي.
که غواړئ چې هم له ګڼو نورو ناروغیو او هم د هډوکو له ستونزو په امان اوسئ، د زیتون له غوړیو زیاته ګټه واخلئ.
دا غوړي زیاتې نورې ګټې هم لري. د هډوکو سلامتي هم په دې ګټو کې راځي.
د مالګې زیات مصرف
د مالګې زیات مصرف د وجود د زیات کلسیم په ضایع کیدو کې رول لري. که غواړئ، چې د وجود کلسیم مو کم نه شي او له دې سره د هډوکو په ناروغیو اخته نه شئ، غوره ده چې د مالګې له زیات مصرف څخه ډډه وکړئ.
د مالګې زیات مصرف ګڼې نورې روغتیایي ستونزې او زیانونه هم در اړولای شي.
د هډوکو له ناروغیو او ستونزو پرته هم د مالګې په زیات مصرف کې له پوره احتیاط څخه کار واخلئ.
لږ تحرک یا ورزش
لږ تحرک، په خاص ‌ډول ټلویزون ته ډېرکیناستل هډوکو ته په تاوان تمامیږي. بې تحرکي یا ورزش نه کول نور زیانونه هم لري.
دا د دې زمانې په عمده روغتیایي ستونزو کې راځي. داسې مه کوئ چې ورزش هېرکړئ، که هرڅومره بوخت یاست، کوښښ وکړئ څو ورزش وکړئ، متحرک اوسئ او له روغتیایي ستونزو ځان خلاص کړئ.
د لبنیاتو لږ مصرف
لبنیات د نورو ګټو ترڅنګ د هډوکو په پياوړتیا کې هم مهمه ونډه لري. که غواړئ، چې پياوړي هډوکي ولرئ او هډوکي موله کمزوریو څخه په امان وي، کوښښ وکړئ چې په لازمه اندازه لبنیات وکاروئ.
لبنیات د نورو ګټو ترڅنګ ستاسې د وجود کلسیم پوره کوي.
د ډېرې نوشابې څښاک
زیادښت او افراط په هیڅ شي کې نه وي په کار، د نوشابې په څښلو کې خو په خاص ډول.
نوشابې، چې ترډېره ګازلرونکي دي، هډوکو ته زیان تاوان اړوي. دا څښاک له هډوکو پرته د وجود نورو برخو ته هم تاوانونه لري.
د هډوکو له زیان پرته هم د نوشابې په څښاک کې محتاط او کم مصرفه اوسئ.
د سګریټ استعمال
د سګریټو د څښاک په زیاتو تاوانونو به خبریاست. له دې تاوانه یې هم خبرشئ، چې دغه څښاک که لږ وي یا ډېر، د تنفسي او ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ درته د هډوکو کمزوري او ناروغۍ هم پیدا کوي.
د سګریټو په استعمال کې له هره پلوه محتاط اوسئ، حتا کوښښ وکړئ چې هیڅ یې ونه څښئ.
سګریټ ستاسې ژوند ګواښي، روغتیا ګواښي او ګڼ زیانونه لري.
د وزن کموالی
د وزن د زیاتوالي ترڅنګ کموالی هم یوه ستونزه ده. که غواړئ چې له ګڼو ناروغیو او له هغې ډلې د هډوکو له اړوندو ستونزو او سرخوږیو په امن اوسئ، د وزن د ډېروالي ترڅنګ د وزن له کموالي هم ځان ساتئ.
د وزن کموالی د نورو زیانونو ترڅنګ ستاسې هډوکي هم له ستونزو سره مخ کوي.
کوښښ وکړئ، چې وزن مو زیات کم هم نه شي، معتدل او متوسط وزن درته برابرکړئ.