په IPL کې لوبډلو ته اغېزلرونکي توپ‌اچونکي؛ راشد هم پکې شته

لیکنه: محمدصابر حمیدي

یوې نړیوالې ورزشي ویبپاڼې (ایسفاین کریک‌انفو) پنځه هغه لوبغاړي معرفي کړي، چې په روانو آی پي ایل سیالیو کې یې خپلو لوبډلو ته اغېزناکه توپ‌اچونه ترسره کړې ده.
یادې ویبپاڼې ویلې، چې په لومړي ځای کې جسپریت بومرا، دویم ځای کې یوزیندرا چاهال، درېیم ځای کې جوپرا آرچر، څلورم ځای کې محمدشامي او پنځم ځای کې بیا افغان لوبغاړی راشدخان ارمان شتون لري.

ایسفاین کریک‌انفو وايي، یادو پنځو واړه لوبغاړو د آی پي ایل سیالیو په ټولو لوبو کې اغېزناکه توپ‌اچونه ترسره کړې او د خپلو لوبډلو د بریاوو لامل شوي.
د آی پي ایل په روان پړاو کې جسپریت بومرا ۱۵، یوزیندرا چاهال ۱۵، جوپرا آرچر ۱۵، محمدشامي ۱۶ او راشدخان بیا ۱۲ ویکټې اخیستې دي.

په IPL کې زیاتې ویکټ اخیستونکي ۱۰ لوبغاړي

۱ـ کیګسو ریباډا              ۱۰ لوبې             ۲۱ ویکټې
۲ـ محمدشامي                ۱۰ لوبې             ۱۶ ویکټې
۳ـ بومرا                          ۹ لوبې               ۱۵ ویکټې
۴ـ یوزیندرا چاهال              ۱۰ لوبې             ۱۵ ویکټې
۵ـ جوپرا آرچر                  ۱۱ لوبې             ۱۵ ویکټې
۶ـ راشدخان                    ۱۰ لوبې             ۱۲ ویکټې
۷ـ نورټیج                         ۹ لوبې               ۱۲ ویکټې
۸ـ بولټ                          ۹ لوبې               ۱۲ ویکټې
۹ـ چاهار                        ۹ لوبې               ۱۱ ویکټې
۱۰ـ نتارجان                    ۱۰ لوبې             ۱۱ ویکټې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.