بریا او پرمختګ ژوند بڼه سپورټ کرکټ

ریکي پونټېنګ عثمان خواجه ته، نشې کولای چې ملي لوبډلې ته راشې

یاران سپورټس

ریکي پونټېنګ چې تر ۲۰۰۴م پورې د اسټرالیا په  لوبډله کې یو مطرح لوبغاړی بلل کېږي او ډېر وخت د اسټرالیا غوره کرکټ لوبډلې بریالی لوبډلمشر پاتې شوی و.

ریکي پونټېنګ د خپل وخت غوره کرکټ نندارې ته وړاندې کړی او اوس یې د مسلمان کرکټ توپ وهونکي عثمان خواجه په اړه څرګندونې کړي دي.

پونټېنګ وایي چې عثمان خواجه خپل کریر یا غوره کرکټ ثابت نشو کړای او له همدې امله بېرته ملي لوبډله کې ورته ځای نشته.

د هغه په خبره عثمان خواجه ونه توانېد چې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله کې ځان ثابت کړي او له همدې امله د مالي قرارداد څخه پاتې شو او لوبډله کې شامل نه شو.

د استرالیا کرکټ بورډ د مې میاشت په لومړیو کې خپلو لسګونه نارینه او ښځينه لوبغاړو سره مالي قرارداد لاسلیک کړ، چې له مخې به یې لوبغاړي تنخواوې ترلاسه کوي، خو دغه مالي قرارداد کې عثمان خواجه نه و او په دې وجه هغه له ملي لوبډلې هم لرې کړل شو.

عثمان خواجه خپله په تېر کې په کرکټ بورډ د ناسمې پرېکړې په وجه انتقاد کړی و او ویلي یې وو، چې دی هر وخت په شپږو غوره توپ وهونکو کې راغلی او د اسټرالیا لپاره یې لاسته‌راوړنې لرلې.

عثمان خواجه اصل د پاکستان د اسلام اباد اوسېدونکی دی، خو اوس د اسټرالیا تابعیت لري او تازه یې په اسټرالیا کې واده هم کړی دی.

نوموړی له نږدې پنځه کلونو راهیسې د استرالیا کرکټ لوبډلې سره د ټاپ ارډر یا اوپنر توپ‌وهونکي په توګه په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لوبېده. خو اوس د اسټرالیا لوبډله کې نشته.

عثمان خواجه ۳۳ کاله عمر لري.

د مرنیوس لبوس شېن راتګ او د خواجه پای

مرنیو لبوس شېن د اسټرالیا ځوان کرکټ لوبغاړی دی، چې تازه لوبډلې ته راغلی او په غوره توپ وهنه کې یې ځان د اسټرالیا لوبډلې لپاره ثابت کړ او همدا علت دی، چې د خواجه ځای یې ونیو.

د لبوس شېن راتګ د دې سبب شو، چې د خواجه په څېر لوبغاړی له لوبډلې لرې شي او ځای یې ځوان لوبغاړی ونیسي.

ګېبسن له مشرفی مرتضی د استعفا غوښتنه کړې

بل پلو د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکي اوټېس ګېبسن له مشرفی مرتضی څخه غوښتي، چې نور له لوبو استعفا وکړي او ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ