باید شتمن ژوند وکړو، نه دا چې شتمن ومرو

ژباړه: عطا محمد میاخېل
چارلي چاپلېن وایي: کله چې تنکی ځوان وم، یوه شپه له خپل پلار سره د ټکټ اخیستلو په لیکه کې ودرېدم، زموږ په وړاندې یوه ګڼه کورنۍ ولاړه وه، داسې ښکارېده، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.
شپږ ماشومان یې لرل، چې یو یې هم دولس کلنۍ ته نه و رسېدلی، زړې او پاکې جامې یې پر تن وې، دوه دوه کسانو د مور او پلار تر شا یو د بل لاس نیولی و او په ډېر هیجان سره د شعبده بازۍ پرواګرم په اړه، چې ټاکل شوې وه، وې ویني خبرې کولې
کله چې د ټکټ پلورنې غرفې ته ورسېدل، نو ټکټ پلورونکي د کورنۍ له پلار څخه وپوښتل: څو ټکټونه غواړې؟
د کورنۍ پلار ځواب ورکړ: د مهربانۍ له مخې شپږ ټکټونه د ماشومانو له پاره او دوه د لویانو له پاره.
ټکټ پلورونکي د ټکټونو بیه اعلان کړه.
پلار د ټکټ پلورنې غرفې ته نږدې شو او په ډېرې آرامۍ یې له ټکټ پلورونکي څخه وپوښتل: وبښئ څومره؟
ټکټ پلورونکي یو ځل بیا د ټکټ بیه تکرار کړه، نا څاپه د سړي د مخ په رنګ کې بدلون را منځته شو او خپلې مېرمنې ته یې وکتل. د هلکانو تر دې دمه موضوع ته پام نه و شوی او دغه راز د تفریحي پروګرام په اړه په خبرو بوخت وو، ښکاره وه، چې سړي کافي پیسې نه درلودې او نه پوهېده، چې څه وکړي او هغو هلکانو ته، چې په ډېره مینه او لېوالتیا د ده تر شا ولاړ ول څه ووایي، نا څاپه پلارمې خپل جیب ته لاس کړ او یو شل ډالري نوټ یې را بهر کړ او په ځمکه یې وغورځاوه، وروسته ټیټ شو او نوټ یې له ځمکې څخه را پورته کړ، سړی یې په اوږه وواهه او وې ویل: ښاغلیه! ډېر وبښئ دا پیسې ستاسو له جیب څخه وغورځېدې! سړی چې موضوع ته متوجه شوی وی، لکه څنګه یې چې اوښکې د ګرېوان په لور بهېدې، نو وې ویل: مننه.
ډېر ښه او عزتمن سړی و، په هغه شېبه یې، د دې له پاره چې د ماشومانو په وړاندې خجالت نه شي، زما د پلار مرسته یې ومنله.
وروسته له دې چې ماشومان له خپلې مور او پلار سره تفریح ځای ته ننوتل، زه او پلار مې ورو له لیکې څخه بهر شولو او د کور په لور وخوځېدو او ما خپل زړه کې د داسې پلار په لرلو د ویاړ احساس وکړ او هغه تر ټولو ښه تفریح وه، چې په عمر کې نه وم تللی.
باید شتمن ژوند وکړو، نه دا چې شتمن ومرو .