مارچ 8, 2021

روهیت شرما؛ هندي مینه‌وال دې لوبغاړي نه خپه کوي

Advertisements
  • لیکنه: بهار سمسور

روهیت شرما وايي: “هندي مینه‌وال دې خپل لوبغاړي نه خپه کوي…”

وروسته تر هغې چې د هند پخوانیو کریکټرانو هربجن سېنګ او یوراج سېنګ له پاکستاني ملت سره د کرونا سره د مبارزې پر هدف هندیان مرستې ته دعوت کړل او غږ يې پرې وکړ، چې له پاکستاني کروناځپلو سره دې همکاري وکړي، خو د هربجن او یوراج دې غوښتنې ته هندیانو د لبیک پر ځای توند ځوابونه ورکړل او دواړه يې سخت ورټل.
پر ټوېټر د دوی دې ټېوټ ته سخت الفاظ کارول شوي ول، چې یو شمېر هندیانو دواړه د هندي ملت دښمنان هم یاد کړي وو، چې ګواکې له دښمن سره يې خلک همکارۍ ته راغوښتي. پرون روهیت شرما چې تر ډوني او ویرات کوهلي وروسته درېیم هندی کریکټ لوبغاړی یادېږي، چې زیات مینه‌وال لري، له یوراج سېنګ سره پر دې موضوع ګډ بحث کړی او په لنډ ویډیويي پیغام کې يې له خلکو غوښتي، چې د خپلو ملي لوبغاړو احترام دې وکړي او هغوی دې نه رټي.
هندي مینه‌والو زیات یوراج پر دې هم غندلی و، چې د هند لپاره يې ښې لوبې هم نه دي تر سره کړې، خو روهیت شرما په دې بحث کې ویلي، دا سمه ده خلک له موږ غواړي چې لوبې وګټو او موږ هم همدا هڅه کوو، چې يې وګټو، خو مقابل لوبډلې هم همدا د ګټنې پلان لري، ګټل او بایلل د لوبې اړخونه دي، زه له هندي مینه‌والو غواړم، څو لوبغاړي په دې مسايلو خپه نه کړي. تاسو باید د خپلو لوبغاړو هر پیغام چې د انساني خواخوږۍ پر بنیاد وي، هغې ته لبیک ووايي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ