سیاست له نړۍ

امریکایې سندرغاړې وايي، ټرمپ تر ټولو ډېر رواني ناروغ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډېر د ځينو مشهور کسانو له لوري تر نیوکو لاندې راځي او دا ځل یوې مشهورې امریکایې سندرغاړې ریانا پر نوموړې سختې نیوکې کړي دي.

د ووګ مجلې سره په یوه مرکه کې ریانا ویلي چې ډونالډ ټرمپ د امریکا تر ټولو ډېر ذهني ناروغ دی.

ریانا د امریکا ولسمشر د یوې مرکې له امله ذهني ناروغ بللی و.

د پاپ دغې مشهورې سندرغاړې ډونالډ د روان کال د اګسټ میاشت کې د امریکا په دوه ایالتونو ټیکساس او اوهایو کې د شوي ترهګریز بریدونو د دوه پېښو کې داخلو کسانو ته د ترهګر د لفظ نه کارولو په خاطر ذهنی ناروغ ویلی دی.

د یادولو ده چې روان کال د اګسټ په میاشت کې دوه د سپينو جامو لرونکو ترهګرو په ډزو سره تر ۲۰ ډېر کسان ووژل.

په دغه پېښو باندې د امریکا ولسمشر سخت غبرګون وښوده خو دغه پېښه کې ترهګر یې د ذهني ناروغانو سره تشبهې کړل.

د دغه مرکې وروسته ۳۱ کلنې ریانا پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې او په یوه پوسټ کې يې لیکلي چې ډونالډ ټرمپ شاید ترهګر په ناسم انداز لیکلي وي، ستا د هېواد ۳۰ بې ګناه کسان دوه ترهګرو ووژل.

او ووګ مجلې په یوه مرکه کې د دویم ځل لپاره پر دغې مسلې د ریانا سره خبرې کړي دي.

دغه سندرغاړې وایي چې حیرانوونکې خبره ده چې په هغه وسلو خلک وژل کیږي چې په جنګ کې استعمالیږي، او په قانوني ډول سره یې خرڅول او اخیستل روان دي.

د ګریمي جاېزې ګټوونکې سندرغاړې ویلي، که امریکا کې اوس وخت کوم لوی ذهني ناروغ وي نو هغه به د امریکا ولسمشر وي.

د ریانا څخه د مرکې په جریان کې د امریکا د کډوالو او هغوی ته د تابعیت ورکولو په تړاو هم غږېدلې.

نوموړې زیاته کړې چې څه به ووایې؟ هر څه به سم شي؟ زیاتوي کله چې د کډوالو سره د کېدونکو غلطیو په تړاو فکر کوي نو باور یې نه کیږي چې دا به ژوند وي او هر څه دې په کې ممکن وي.

دغې سندرغاړې په تېر کې په یوه مرکه کې د ټرمپ پر حکومت نېوکه کړې وه او ویلي یې وه چې داسې نړۍ تصور کوي چېرته چې د AK47 وسلې اخیستل اسان دي لیکن د وېزې تر لاسه کول یو مشکل کار دی.

زیاته کړې یې وه چې داسې نړۍ چېرته ده چې ټرمپ د ترهګرو لپاره یوه دیوال جوړ کړی تر څو په امریکا کې پاتې شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی