راپور: صابر حمیدي
د ۲۰۱۹م کال د انټرنېشنل چمپېنز کپ یا دوستانه سیالیو په لړ کي نن سهار ریال ماډریډ او بایرن مونیخ فوټبال لوبډلي میدان ته سره کښته سوې، چي بایرن مونیخ ۳ ګولونه پر ۱ ریال ماډريډ ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره کورینټین تولیسو په ۱۵مه، روبرت لواندووسکي په ۶۷تمه او سرجیو ګنابري بیا په ۷۰یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې.
د ریال ماډریډ لپاره بیا یوازینی ګول رودریګو په ۸۵یمه دقیقه کي ولګوی.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره لوکا یوویچ، مینډي، کوبو او هازارډ خپلي لومړۍ لوبي ترسره کړې.
دا څلور لوبغاړي په دې وروستیو کي د ریال ماډریډ سره یو ځای سول.
له دې نوو لوبغاړو له ډلي په راتلونکي پړاو لوبو کي د ریال ماډریډ د مسئولینو او مینوالو ډېري تمې هازارډ ته دي.
هازارډ څو اونۍ مخکي هسپانوۍ لوبډلي ریال ماډریډ د انګلستانۍ لوبډلي چلسي څخه رانیوی.
ددې دوستانه سیالیو په لړ کي منچسټر یونایټیډ ۱ ګول پر انټر میلان ته، بینیفیکا ۳ ګولونه پر ۰ ګواډالاجار ته او آرسنال بیا ۳ ګولونه پر ۰ پيورټینا ته ماته ورکړه.
نن مازدیګر ۴ بجې بیا جیونټوس د تاتنهام فوټبال لوبډلي سره میدان ته کښته کیږي.
دې لوبي ته تاتنهام او جیونټوس دواړو لوبډلو پوره چمتوالی نیولی.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ