مارچ 2, 2021

بهرنیو چارو وزیر: امریکا دې له طالبانو سره پر شوې هوګرې له سره غور وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غؤښتي د سولې پر پروسې یې یو ځل بیا غور وشي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر پرون د امریکا د سفارت له سرپرست او شارزدافیر وېلسن سره په لیدنه کې غوښتي چې د امریکا او طالبانو تر منځ پر موافقې دې یو ځل بیا غور وشي.
نوموړي پر دې سربیرهد افغانستان اوامریکا ترمنځ د مشوروپر زیاتوالي، پر خپلو ژمنو درېدل او د عیني واقعیتونو پر اساس د پرېکړو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي چې د امریکا سفارت او شارزدافیر ښاغلي اتمر ته د ملاټر ډاډ ورکړ او د سولې د پروسې د کامیابېدو هیله یې څرګنده کړه.

تر دې مخکې هم امریکايي چارواکو ویلي و د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې موافقې له مخې د طالبانو او القاعدې اړیکو شلول دي چې له به پرې غور وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو ویاند ویلي و چې د جوبایدن حکومت به د طالبانو او القاعدې پر اړیکو، د تاوتریخوالي پر کمولو او د سولې خبرو کې پر کډون به له سره غوره کوي.
نږدي یوه میاشت کیږي چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټپه درېدلي دي.
د سیاسي چارو شنونکي هم وایې چې طالبان پرته له دې چې په تمه پاتې شي بله لاره نه لري.
بل خوا بیا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک وایې چې خبرې نه دي درول شوي بلکې یوازې ځنډ رامنځته شوی دی.
د یادونې وړ ده چې امریکا او طالبانو تر منځ له شوې هوکړې نږدې یو کال تیریږي خو لا هېڅ پرمختګونه د افغان سولې پروسې مې نه دي رامنځته شوي.
د یادې موافقې له مخې به روان میلادي کال مې میاشتې به د امریکا تول امنیتي ځواکونو له افغانستان نه وځي خو د جوبایدن حکومت به له سره پر دغې موافقې غور کوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

لیکوال: ياران، کابل - برخه : افغانستان

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب ... نور ولولئ