ولې د ګران‌بیه رسټورانټونو د خوړو کچه لږ وي؟

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري

که خپله تجربه نه لرئ کېدای شي له نورو مو اورېدلي وي او يا مو په فلمونو کې لیدلي وي چې کله کله په قیمتي او نوموتو رسټورانټونو کې د خوړو د کچې او د خوړو د بیې تر منځ هېڅ انډول نه وي، يعنې د ډېرو پيسو په بدل کې ډېر لږ خواړه ورکول کېږي.

دا چې په نوموتو رسټورانټونو کې لږ خواړه لوړه بیه لري بې دليله نه دی، په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته دغه دلیلونه روښانه کړو، نو لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی: په خوړو کې کارول شوي مواد لوړه بیه لري

ډېری نوموتي رسټورانټونه په خپلو خوړو کې هغه مواد کاروي چې لوړه بیه لري ځکه چې د دا ډول رسټورانټونو د خوړو مواد په ډېر دقت سره ټاکل کېږي او په خوړو کې له ډېرو ګټورو موادو او خوراکي توکو څخه ګټه اخيستل کېږي.

په دغه ډول رسټورانټونو کې د خوړو لپاره د نورو هېوادونو څخه خوراکي توکي راغواړي ځکه چې کېدای شي د خوړو لپاره اړين توکي په هغه هېواد کې چې رسټورانټ پکې دی، ياد خوراکي توکي پیدا نه شي. نو د حيرانتيا خبره نه ده چې د ځينو رسټورانټونو د لږ خوړو بیه لوړه وي.

دویم: هغه خواړه چې کچه یې لږ وي د نورو خوړو په پرتله ډولي وي

کله چې د خوړو کچه لږ وي، د هغو خوړو تزيين راحته وي او د پېرېدونکو په نظر د نورو خوړو په پرتله ډولي او شيک ښکاري او له خوړو یې خوند اخلي. کله چې د پېرېدونکي پر وړاندې دا ډول خواړه کېښودل شي، پېرېدونکي لومړی د سترګو په واسطه د خوړو له ظاهري بڼې او بیا د خولې په واسطه د خوړو له باطني مزې خوند اخلي.

درېيم: کولای شئ چې د هر ډول خوړو خوند وڅکئ

کله چې څوک په ګران‌بیه رسټورانټونو کې خواړه خوري یوازې يو ډول خواړه راغواړي چې دا ډول خوړو ته اصلي يا منځني خواړه ويل کېږي. خو د رسټورانټ له خوا ورته ۱۲ ډوله خواړه راوړل کېږي.

چې دا ډول خواړه په دريو ډلو باندې ويشل کېږي. د اصلي خوړو نه وړاندې خواړه لکه سوپ، فینګر فوډ، مخکيني خواړه، سالاد، کب او داسې نورو خواړه او بیا د دغو خوړو دويمه ډله چې پکې لومړني اصلي خواړه، نوشابې او ډول ډول څښاکونه، د تالو پاکونکی (هغه مواد چې تر خوړو وروسته یې د خولې هر ډول خوند چې د مخکينيو خوړو له امله په خولې کې رامنځته شوی وي پاکوي او خوله د نوي خوړو د خوړلو لپاره چمتو کوي.) دويم اصلي خواړه راوړل کېږي او د دغو خوړو وروستۍ او يا درېيمه برخه د خوړو په پای کې راوړل کېږي چې په دغې ډلې کې پنیر، خواږه خواړه، ډول ډول مېوې او يو ډول خوږه نوشابه او يا څښاک هم شاملېږي.

فکر وکړئ چې که په عادي ډول دا خواړه وخوړل شي تاسو به څه ډول دا خواړه وخورئ؟ او څنګه به د دومره ډېرو خوړو د پېرلو اراده وکړئ؟
له همدې امله ده چې په ګران‌بیه رسټورانټونو کې د خوړو کچه لږ خو قيمت يې لوړ وي، ځکه هغوی تاسو ته د دې زمينه برابروي چې د هر ډول خوړو خوند وڅکئ.

۴_ يو ډول خواړه د پخوونکي يو ځانګړی مهارت څرګندوي

د فرانسې يو ډول خواړه Gargouillou نومېږي چې لږ تر لږه د ۱۶ ډوله سبو نه پخېږي او هر ډول سابه بېل بېل پخېږي. دا ۱۶ ډوله سابه ټول په يوه قاب کې اېښودل کېږي له همدې امله اشپز هڅه کوي چې د خوړو کچه لږ کړي. کله چې د رسټورانټ پېرېدونکي دا خواړه ويني نو د بوی او ظاهري بڼې تر اغیز لاندې یې راځي او هرومرو دا خواړه پېري.

پنځم: هره مړۍ تاسو ته يوه نوې خاطره جوړوي

په دې ډول خوړو کې پخوونکی د خوړو د کمیت په پرتله د خوړو کيفيت ته ډېره پاملرنه کوي. له همدې امله هڅه کوي چې د خوړو کچه لږ خو ګټې او مواد یې بې ساري وي او کله چې پېرېدونکي دغه خواړه خوري هره مړۍ یې ورته يوه خاطره پاتې شي.

کله چې د خوړو کچه لږ وي د خوړو له هرې مړۍ نه خوند اخيستلای شو په داسې حال کې چې د خوړو ډېره کچه مو ستړي کوي او خواړه هغومره خوند نه راکوي.

په پای کې د دې خبرې يادونه اړینه ده چې کله تاسو د لږو خوړو لپاره ډېرې پيسې ورکوئ دا تاسو ته د حیرانتیا وړ ده او نه غواړئ چې په خپل ژوند کې داسې يو کار وکړئ. خو کله چې د خوړو خوند او د خوړو ترڅنګ ډول ډول فرعي خواړه، مېوې او نوشابې وڅښئ له خوړلو يې خوند اخلئ او زړه مو غواړي چې بیا بیا یې وپېرئ او دا شېبې مو په ژوند کې بیا بیا تکرار شي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ