مارچ 3, 2021

د مسئوليت احساس؛ پېژندنه او د زیاتولو حللارې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
مسئولیت د ضمانت او تعهد په معنا دئ. یو کار په غاړه یا په عهده اخیستلو او ورته ژمن پاتېدو ته مسئولیت دئ. بناً کله چي یو کس د یوه کار کولو ضمانت په خپله غاړه اخلي په حقیقت کي د هماغه کار د کولو مسئوليت منلی دئ. له ګڼي ګوڼي او سربدالۍ په نننۍ نړۍ کي به داسي څوک وي چي تکالیف دي ونه لري او یا په بله اصطلاح پر غاړه دي کوم مسئوليت ونه لري. دا چي انسان له خدای سره اړیکه لري، اجتماعي ارتباطات لري، دې ته په کتلو سره ئې د مسئوليتونو ډول هم متفاوت دئ. پر موضوع د لا ښه پوهېدو دپاره د انسان د مسئوليت منلو مختلفي سطحي بیانوو.
د خدای ج پر وړاندي د انسان مسئوليتونه
انسان اشرف المخلوقات دئ چي الله تعالی له خپلو نورو مخلوقاتو او موجوداتو له منځ غوره کړی او هغه ته ئې د خليفه توب داسي امانت ورکړی دئ چي نور موجودات ورڅخه عاجز ول. الله تعالی ددې له پاره چي انسان د کمال مرتبې ته ورسوي نو هغه ته ئې یو لړ تکالیف او وظایف هم د پيغمبرانو په توسط ابلاغ کړل. ددې جملې له تکالیفو او وظایفو يو هم د خالق تعالی عبادت کول دي. د بشر له خورا مهم ترینو وظایفو څخه د خدای تعالی عبادت کول دي.
نو د انسان لومړنی او خورا مهم ترین مسئوليت د خدای ج پر وړاندي مسئوليت دئ او د محشر په ورځ به ورڅخه د تکالیفو تېرولو پوښتني ورڅخه کېږي. په همدې اساس که انسان ددې باارزښته نعمت په مقابل کي چي الله تعالی د نوموړي د هدایت او لارښووني په خاطر پر نوموړي باندي لورولی دئ، د مسئوليت احساس ونه کړي ښکاره خبره ده چي یو بې هدفه ژوند به ولري او هیڅکله د انسانیت لوړ مقام ته نه سي رسېدای – له دې جهته د خدای ج پر وړاندي د مسئوليت منلو اړتیا مشخصېږي.
د ځان پر وړاندي د انسان مسئوليت
د نړۍ ټول موجودات د هغه کمال پر لوري چي د دوئ له پاره مدنظر نیول سوی دئ، د حرکت په حال کي دي او یاد کمال ته د رسېدو له پاره ټول لازم شرایط او امکانات ورته د خدای تعالی له لوري پیش بیني سوي او د دوئ په واک کي ورکړل سوي دي. خو له انسان پرته، دوئ ټول نه په خپل مرام او هدف پوهېږي او نه ئې خپله لاره انتخاب کړې ده، بلکي دا خدای تعالی دئ چي د هستۍ جهان ئې داسي تنظیم کړی دئ چي هر موجود د خپل نهايي مقصود او هدف پر لور روان اوسي او له دې پرته بله لار هم نه لري.
هر موجود د خپل خاص کمال او تکامل لاره وهي او انسان په دې باره کي آزاد او خپلواک دئ. الله تعالی د انسان له پاره، د قُرب او منزلت په کمال باندي قانع سوی دئ؛ دا ځکه چي له هغه ئې غوښتي دي چي د بې تکلیفه او پرېښودل سوي موجود په شان، بېهوده کارونه ونه کړي. په ځان کي د مسئوليت احساس و روزي او همېشه ځان مسئول وګڼي. په پایله کي، هیڅکله د خدای تعالی له رضایت پرته په کمه بیه یا د آبدي جنت په خاطر ځان خرڅ نه کړي، ګنې په یقین سره به له زیانکارانو څخه وي.
د کورنۍ پر وړاندي مسئوليت
هر فرد د خپلو والدینو پر وړاندي چي هغه ئې زېږولی او را لوی کړی دئ مسئول دئ/ه. هغه باید خپلو والدینو ته احترام وکړي او د هغوی د رضایت حاصلولو له پاره هڅه او هاند وکړي. که داسي يو فرد واده کوي د خپلي ماینې او اولادو پر وړاندي به د رزق په پیداکولو او نورو ستونزو ګاللو کي مسئول وي. که افراد د خپلي کورنۍ پر وړاندي بې مسئوليته وي، له ځنډ پرته به د کورنۍ نظام سُست سي او د بشر نسل به امحاء ته محلق سي ( یاني انساني نسل به له هلاکت سره مخ سي).
د ټولني پر وړاندي د انسان مسئوليت
انسان یو ټولنیز موجود دئ. هغه په یوازيتوب سره نه سي کوای چي خپل اړتیاوي پوره کړي. هغه هم د مادي اړتیاوو په پوره کولو کي، لکه: خوراک، پوښاک، هستوګنځی او نورو کي د نورو مرستي ته اړ دئ او هم د معنوي هغو په پوره کولو کي لکه: دوستي او مهرباني کول او د هغو په شان داسي فرد ته اړتیا لري چي د هغه سره مینه ولري او هغه هم له ده/ې سره مينه ولري. په همدې آساس، انسان له ټولني نه سي بېلېدای او د خپل ژوند زیات نعمتونه د ټولني له برکته بولي او همېشه له نورو څخه خیر او برکت ترلاسه کوي. د ټولني سره په یوځای کېدو د یوازیتوب له ازار او زجر ورکوونکي غم او اندېښنو څخه خلاصېږي، پر شونډو ئې موسکا خورېږي او په ټولنه کې پوهه او علمیت زیاتېږي. په همدې خاطر د خدای تعالی لطف او مهرباني احساسوي، داسي لکه رسول الله صلی الله علیه والسلم چي وايي: په ګډ کي کار خدای برکت اچوي.
هغه ګټور اثار چي د ټولني سره د ارتباط او اړیکو له برکته د انسان په نصیب کېږي، له شک پرته د هغوی پر وړاندي د انسان د مسئوليت احساس د رامنځ ته کېدو سبب کېږي او په دې جریان کي، د هغه ډېره کوچنۍ دنده دا ده، چي نورو ته د آزار ورکولو څخه ځان وژغوري.
د ژوند د چاپېريال پر وړاندي د انسان مسئوليت
طبیعي سرچینې، داسي شتمني ده چي طبیعت د انسان د ګټي له پاره هغوی چمتو کړې ده او انساني عامل، د هغو په پیداکولو او خلق کولو کي نقش نه لري. د طبیعي سرچينو له منځه وړل او د ژوند چاپيريال ککړول، د ننني عصر يو له تر ټولو لویو مشکلاتو څخه دي چي د انسان ژوند له خطر سره مخامخوي. د پوهانو په باور، زیات طبیعي افتونه لکه: سيلونه، توپانونه، د ځمکي د اوبو کښته کېدل او د اوزون طبقې زیانمنېدل، ټول د ژوند چاپیریال د ککړتیا په خاطر دي. د ديني اساسات مو هم د طبیعي سرچينو او ژوند چاپيریال پر ساتنه امر کوي او دا کار له مهم ترينو اخلاقي او اقتصادي مسایلو حسابوي.
ارواپوهانو د مسئوليت قبلوني احساس د زیاتېدو له پاره یو لړ حللاري وړاندي کړي دي، چي لاندې درته ذکر کوو.
۱ـ له غلطۍ کولو مه وېرېږئ
په یاد ولرئ چي د مسئوليت احساس هغه مهال په افرادو کي را پیداکېږي چي هغوی ته مسئوليت وسپارل سي. په عین وخت کي فرد باید د خپلو جوابونو د اغېز بخښلو په مورد کي، فیډبک ترلاسه کړي او د بېلابېلو لارو په مورد چي په نورو موقعیتو کي مناسبي دي، اطلاعات ولري. که د خپلو تېروتنو څخه عبرت واخلئ، په هر هغه څه کي چي کوئ ئې، بهتریني پایلي حاصلوئ. خو که پوه نه سئ چي ولي مو تېروتنه کړې ده او یا مو ئې باید پر ځای باندي بل کوم کار کړی وای، هیڅکله به په کار کي پرمختګ ونه کئ. په همدې خاطر، هرکله چي مو په کوم کار کي ناکام سواست، له ځانه وپوښتئ: داسي کوم غلط رفتار مي کړی دئ؟ له خپلي غلطۍ مي کوم پندونه یا درس ترلاسه کړي دي؟ ورپسې کوښښ وکړئ چي یادو پوښتنو ته په جواب ورکولو سره د خپل کار په نسبت دقیق او بشپړ پوهاوی حاصل کړئ چي په راتلونکي هڅه کي کامیاب سئ.
۲ـ په یاد ولرئ چي مسئول اوسېده له نورو څخه ړوند یا په پټو سترګو د مطابعت په معنا نه دي
که یو کس پرځای او سمي پرېکړي کوای سي، دا یاني د ځان په ګټه د ژوندانه شرایطو د کنټرول او د قدرت حس د تکامل د عمده عامل په معنا دي. په دې برخه کي د پوهانو پرله پسې څېړني دا ښکاره کوي چي د پرېکړي کولو او مسئوليت قبلولو ترمنځ خورا نژدې اړيکه ده. له شکه وتلې ده هغه کس چي پرېکړي کولو توانايي نه لري – همدا ئې د بې مسئولیته اوسېدو يوه لاره ده. له ځانو سره فکر وکئ چي د کومو پرېکړو په کولو کي وېرېږئ. نو ددې موضوع د حل کولو له پاره د مسلې د حل له مهارتونو څخه ګټه واخلئ. دا مهارتونه په لنډ ډول عبارت دي له:

  • 1- د هغي موضوع مشخصول چي ورباندي پرېکړي کولو ته اړتيا لري.
  • 2- د مختلفو حللارو لټول.
  • 3- د حللارو ارزول او له منځه ئې د بهترینو هغو انتخابول.
  • 4- د حللارو عملي کول.

۳ـ پلان جوړونه له ياده مه باسئ
پلان جوړونه او له خپلو کارونو، اهدافو او وظایفو لیست تیارول درسره دا کومک کوي چي د خپل توان په اندازه هڅه وکړئ او له ځانه غیر واقعي غوښتني او تمنیات ونه لرئ. سربېره پر دې د اهدافو لیکل ددې سبب کېږي چي هغوی جدی ونیسئ او هغو ته په ور رسېدو کي لا زیات کوښښ وکړئ. مې هېروئ چي لوړو اهدافو ته رسېدل یوازي د کوچنیو او پرله پسې ګامونو په اخیستلو کي دي. اهداف مو پر کوچنیو برخو ووېشئ او د هر ګام په طی کولو سره له راتلونکي مرحلې څخه پر وتلو یا تېرېدو باندي فکر وکړئ.
۴ـ هڅه وکړئ چي په ځان کي د قدرت احساس ډېر کړئ
افراد د زیات عزت نفس درلودلو په خاطر( چي د مسئوليت قبلوني اړوند يوه ځانګړتیا ده)، د قدرت حس ته اړتیا لري. د قدرت احساس درلودل په دې معنا دي، چي فرد د خپل ژوندانه پر شرایطو باندي د سرچينو، فرصتونو او اغېز ښندني د وړتیا درلودونکی دئ. فرد باید فرصت ولري چي انتخاب او پرېکړه وکړي، خپل کفايت او لياقت وکاروي او هغه وظایف چي د نوموړي د وړتیاوو سره مطابقت لري، اجراء کړي. ددې له پاره لازمه ده هڅه وکړئ چي د خپل کفایت او لياقت څرګندولو له پاره رامنځ ته کړئ او همدا چي محضی مو د کفایت سطحه لوړه سوه، نوي فرصتونه رامنځ ته کړئ چي وکولای سئ زدکړي څه مو تمرین او تکرار کړئ. په ځان کي د قدرت حس زیاتولو له پاره لازمه ده چي د مختلفو مسایلو سره د مخامخېدو پر مهال درو عاملونو ته توجه وکړئ چي د خپل مسئوليت منلو احساس کچه زیاته کړئ. هغه عوامل عبارت دي له:
الف: هغه امکانات چي په واک کې لرئ.
ب: د خوښي وړ کار د کولو فرصت.
ج: د هماغه کار د عملي کولو وړتیا
۵ـ د اقدام کولو ثبات دي ولري
د ځان د مسئوليت منلو په نورو کي د هغه د پياوړي کولو په پروسه کي ثابت اوسېده او ژمن پاته کېده دوه مهم او اساسي شرطونه دي. هرڅومره چي د کارونو په کولو کي جدی اوسو او په ځانو کي تداوم او ثبات پياوړي کړو، اهدافو ته د لاسرسي موکې او چانس مو زياتېږي. کوښښ وکړئ چي منلی مسئوليت که هرڅومره کوچنی هم وي په منظم ډول اداء کړئ. مثلاً که د کور د کثافاتو ایستلو مسئوليت درته سپارل سوی وي، کوښښ وکړئ چي همېشه دا کار خپله وکړئ. کله ناکله د يوه کار کول د خستګۍ او بې حوصلګۍ رامنځ ته کېدو او بالاخره د هغه کار د پرېښودلو سبب کېږي.
۶ـ د پلان جوړوني له پاره د نورو سره مرسته وکړئ
په کال کي لږترلږه د يوه کس سره حتمن کومک وکړئ چي اهداف او پلانونه ئې ورته مشخص کړئ. هغه وهڅوئ چي د خپلو اوږدمهالو اهدافو يو لیست جوړ او یادو اهدافو ته د رسېدو له پاره لازم ګامونه یاداښت کړي. په څو وختو کي یوار له هغه وغواړئ چي خپل یاداښتونه تاسي ته وښيي او ووايي چي څومره خپلو اهدافو ته نژدې سوی/ې دئ/ه. د ټولو هغو اقداماتو په خاطر چي نوموړي کړي دي هغه تشویق کړئ او د غلطیو په باره کې ورته لارښووني وکړئ.
۷ـ هڅه وکړئ چي ستړی کوونکی خو ګټور مطلب زده کړئ
ډېری خلک پوهېږي چي بالاخره باید یو خاص کار وکړي، خو دا پروسه ورته دومره خسته ګونې معلومېږي چي وس ئې کېږي غواړي له کولو ئې ځان لېري کوي او هغه فعاليتونه کوي چي د دوئ له پاره لذت بخښوونکي وي. هغه ګټور کار چي تاسې غواړئ وکړئ چشي دئ؟ د یوې پردۍ ژبي د لغتونو زده کول؟ یا د حسابدارۍ طریقې زده کول؟ ډاډه اوسئ، چي دا یو داسي کار وي چي باید په تېر کي مو کړی وای، خو یوازي د هغه د خسته توب په خاطر مو تر ننه پوري ځنډولی دئ. نو وروسته له دې چي خبره معلومه سوه، کتابتون ته ولاړ سئ او په هغه مورد یو کتاب ورڅخه امانت واخلئ، کوښښ وکړئ چي کتاب په بشپړ ډول او دقت سره ووایاست.
۸ـ مسئوليت منلو ته مشخص او دقیق تعریف ولرئ
مسئوليت منل یعني د يوه کار د منلو، په غاړه اخیستلو او کولو وړتيا چي له یوه فرده غوښتل کېږي او شخص حق لري چي هغه قبول یا رد کړي. هرکله چي فرد غواي د يوه مسئوليت منلو ته غاړه کښېږدي، باید د هغه له پاره کاملاً مشخصه کړه سي چي د غوښتلو موضوع چشي ده او د هغه د پر غاړه اخیستلو له پاره ئې چشي حاصلوي. په حقیقت کي مسئوليت شعوري انتخاب دئ، کټ مټ د هغه نالیکلي قرارداد په شان چي د فرد له پاره ئې ټولي برخي مشخصي وي. هرکله چي فرد د مسئوليت احساس وکړي، نور نو لازمه نه ده چي نور هغه ته ووايي چي په هر موقعیت کي څنګه عمل وکړي. افراد مقرراتو د پاملرني، د خپلو تجربو او بیا د هغو واقعي ارزوني ته په کتو سره، د مناسب رفتار نمونه اختياروي.