Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

څنګه مسؤولیت منونکی ماشوم ولرو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که مور او پلار په خپله مسؤول کسان واوسي، نو نیمه لاره وهل شوې ده؛ ځکه ماشوم د هغوی د چلند په لیدو سره، دا زده کوي، چې مسؤولانه چلند وکړي.

که داسې یو کار وکړئ، چې ماشوم په ډېرې آسانۍ او پرته له کومې هڅې، له هغه سخت وضعیت څخه، چې پکې مېشت دی را بهر شي، نو ډاډه اوسئ، چې هېڅ مرسته مو نه ده ورسره کړې او دا کار اصلاً د هغه په ګټه نه دی.

تاسو هرومرو داسې میندې لیدلي او یا یې هم پېژنئ، چې د ورځې لس بجې په بیړه ځان د خپل ماشوم ښوونځي ته رسوي، ډوډۍ، کتاب او کتابچه یې چې هېر کړي دي، له ځانه سره ښوونځي ته ور وړي، ولې دا میندې د خپل ماشوم د ژغورنې لپاره دا کار ترسره کوي؟ ولې اجازه نه ورکوي، ماشومان دا وګوري، چې بې مسؤولیتي څه پایلې لري؟ ولې نه پرېږدي، چې ماشوم هغه شرایط تجربه کړي، کوم چې خپله یې رامنځته کړي دي؟

که یو ځل مو ماشوم دا هېر کړل، چې خپل خواړه ښوونځي ته له ځان سره یوسي، غوره ده، پرځای د دې چې په چټکه توګه هغه ته خواړه ور ورسوئ، اجازه ورکړئ، چې شرایط تجربه کړي او وګوري، چې بې مسؤولیتي یې څومره سر خوږی ورته جوړوي.

البته میندې هم باید هڅه وکړي، چې په دې شرایطو کې لږ څه هوسا چلند وکړي او داسې ښکاره کړي، چې مشخصه شي، په ماشوم پورې د تړلو کارونو ترسره کول د دوی دنده نه ده.

ښایي تاسو هم له دې، چې ماشوم مو یوه ورځ وږی پاتې شي اندېښمن شئ، ښایي دا مو خوښ نه شي، چې هغه په سختیو کې یوازې پرېږدئ، خو باید پوه شئ، چې کله وخت اړینه ده، ماشوم د خپلو کارونو پایله وګوري، ترڅو نور یې تکرار نه کړي.

البته په دې ځای کې ماشوم مو نه یوازې مسؤولیت منل زده کوي، بلکې په دې باندې هم پوهېږي، چې څنګه د ژوند په سختو او ستونزمنو شرایطو کې په ځان باندې پام وکړي. د بېلګې په توګه: که کومه ورځ یې خپل خواړه له ځانه سره ښوونځي ته وې نه وړل، نو کولای شي له خپل یوه دوست سره په خوړو کې شریک شي، یا دا چې په ډېرو کمو خوړو ځان موړ کړي.

د علمي تګلارو په مرسته د مسؤولیت منلو زده کړه

که مور او پلار په خپله مسؤولیت منونکي افراد وي، نیمه لاره وهل شوې ده، ځکه ماشوم د هغوی د چلند په لیدلو سره، دا زده کوي، چې څنګه مسؤولانه چلند وکړي، خو په نیمه نوره لاره باندې یې باید پوه کړئ او دا ښکاره کړئ، چې څنګه مسؤولیت منونکی انسان واوسي:

ـــ هغه ته  له عمر سره سم یې مسؤولیتونه ورکړئ.

ـــ په له بریده زیاتو کارونو او مسؤولیتونو سره ماشوم مه ستړی کوئ او دغه راز یې مه خواشینی کوئ.

ـــ له هغه څخه تمه ولرئ، چې مسؤول فرد واوسي او د خپلو کارونو مسؤولیت ومني.

ـــ هېڅ وخت هغه یو غیر مسؤول او هېرجن کس مه ګڼئ؛ حتا کله چې خپل مسؤولیتونه نه ترسره کوي، په هغه باندې ملنډې مه وهئ او مه یې رټئ.

ـــ له هغه سره د کورنۍ دندو په ترسره کولو کې یې مرسته وکړئ.

ـــ پرېږدئ، چې هغه د خپل ناسمو کارونو مسؤولیت ومني او هغه شرایط تجربه کړي، کوم چې خپله یې رامنځته کړي دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل