درناوی د ګډ ژوند اړین اصل دی

 

د ژوند په هره برخه کې درناوی ډېر مهم وي ځکه کومې کورنۍ کې چې درناوی او صمیمت نه وي مینه هم شتون نه لري، درناوی او مینه د یوې اړیکې اساس او تهداب جوړوي، چې دواړو لورو ته اړینه ده.

درناوی په مینه او محبت کې زیاتوالی راولي، هېڅکله نه پرېږدي اړیکه خرابه یا له منځه لاړه شي.

درناوی زموږ اروایي روغتیا ته ګټه رسوي، روح او روان مو ښه ساتي، د ګډ ژوند ملګري سره مو اړیکې سموي او ټینګوي، ژوند ته مو خوښي او خوند وربښي.

لکه څرنګه چې مینه ستاسې د خوشحالی سبب کېږي، درناوی هم ستاسې اندېښنه، خواشیني او خفګان راټیټوي، د دې په وسیله کولای شو د ځان غوښتنې له پټ حس سره مقابله وکړو.

احترام په ګډ ژوند کې د غوسې او کینې کچه راټیټوي، د مثبتو او نیکو اړیکو او کړنو د ډېروالي لامل ګرځي.

درناوی موږ کې د هوساینې احساس را ژوندۍ کوي، منفي احساسات مو له منځه وړي او پر ځای یې مثبت کړنې او احساسات ځای نیسي.

درناوی په ګډ ژوند کې د دې سبب کېږي چې زموږ د ژوند ملګري پر ځان باور ډېر شي، دا کار په جنسي اړیکو کې او نورو چارو کې هم مرسته کولی شي.

د درناوي په وسیله زموږ ډار له منځه تللای شي، چې د هغه ډار ځای بیا مینه نیسي او مینه زموږ ژوند جوړوي.

درناوی همغږي منځته راولي او همغږي چې اوسو هر کار په ګډه په ډول ترسره کولای شو او کوم کار چې یوځای ترسره شي هغه ډېر ښه وي.

ځینې نارینه چې کور ته څنګه داخلیږي فکر کوي چې دلته نور ټوله کارونه د مېرمن مربوط دي، دی باید یوازې ډوډۍ پکې وخوري، ویده شي، جامې بدلې کړي او داسې نور په دغسې وضعیت کې مېرمن د تنهایي احساس کوي او په رواني لحاظ ځوریږي. که خاوند د کور په تنظیم، د اولاد په روزنه او پالنه او ورته نورو اړینو برخو کې له مېرمن سره مرسته ونه کړي د کور وضعیت ناسمې خواته ځي، برعکس که نارینه په کور کې هم یو نیم مسولیت واخلي، په مېرمن د مینې غږ وکړي، درناوۍ ورته وکړي، هم یې مېرمن روحیه اخلي او هم یې اولادونه په عاطفي لحاظ بشپړیږي.

نو تل باید یو بل ته درناوی ولرو ترڅو ښه ژوند وکړو.

وروستي مطالب