د هندوستانۍ سېنما نوموتي او تجربه کار فلم ستوري رشي کپور بلاخره ښکاره کړه چې دی د سرطان په لاعلاجه مرض اخته دی.
د نوموړي په تړاؤ لا له وړاندې دغه ډول خبرونه خپرېدل، خو تر اوسه یې داسې په ښکاره ډول نه وه ویل شوي چې نوموړی په سرطان ناروغۍ اخته دی.
تر دې یو ځل وړاندې یې مېرمنې په کنایوي شکل سره یادونه کړې وه چې خاوند یې په دغه ډول ناروغۍ اخته شوی او دعا یې ورته غوښتې وه خو په خپلو کې یې په ډاګه کړې نه وه.
تازه په یوه مرکه کې د بالیوډ پخواني مشهور لوبغاړي رشي کپور منلي چې له سختې ناروغۍ سره لاس و ګریوان دی.
کپور ویلي، په ډېرې سختې ناروغۍ اخته شوی په خبره یې ددغه مرض تداوي زیات وخت ته اړتیا لري او ډېر صبر ته اړتیا لیدل کیږي خو دی وایي چې له ده څخه دومره صبر نشي کېدلی.
نوموړي زیاته کړي چې هېله مند دی چې ژر به د روغ صحت څښتن شي او په وینا یې که خدای غوښتل نو ډېر ژر به خپل خاورې هندوستان ته واپس شي.
د یادولو ده چې چې رشي کپور څو میاشتې وړاندې په خپل ټویټر باندې په یوه ټویټ کې ویلي وه چې نوموړي د يوې ناروغۍ د تداوۍ لپاره له هندوستان بهر لاړ او له همدغه ټویټ وروسته دغه ډول خبرونه چې نوموړی د کینسر په ناروغۍ اخته شوی، خپاره شول.