اپریل 20, 2021

براو؛ رسل زموږ لپاره کرېس ګېل او برین لارا دی

  • لیکنه: بهار سمسور

د ویسټنډيز الرونډر یا ټول چاری ډوېن براو وايي، پیاوړی توپ‌وهونکی او توپ اچوونکی انډري رسل د ویسټنډيز لپاره یو بهترین لوبغاړی دی، چې په هر فارمټ کې ښه لوبېږي. براو له ای اېس پي اېن کریکنفو سره په خپله مرکه کې ویلي: “رسل تر ډېره پورې د ویسټنډيز لپاره هره سخته لوبه اسانه کړې او دا کار کولی هم شي.
براو وايي: “موږ په نړیوالو لوبو کې هغه ته توپ اچونه نه شو کولی، دا سخته ده، کله چې ته کرېس ګېل یا هم رسل ته توپ ګزاروې او هغه دې رحم وکړي، نو ځکه هغه زموږ لپاره اوسنۍ کرېس ګېل او هم برین لارا دی.
رسل چې د ویسټڼيډز په لوبډله کې لوبېږي، له جامیکا سیمې سره تعلوق ساتي، چې ډېر ښه کریکټ شالید لري.
رسل د ویسټنډيز تر څنګ د نړۍ په سترو تجارتي لیګونو کې هم لوبېدلی او تر ډېره يې د مقابلو لوبډلو لوبغاړي ستړي کړي هم دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب