بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

خپل وېره څنګه لمنځه یوسو؟

۱: لومړي باید خپله وېره ومنئ، ځکه چې تاسو یو انسان یاست نو وېره هم په انسان کې یوه طبیعي برخه ده همدا د وېري منل د وېري د لمنځه وړلو لپاره لومړۍ ګام دی.

۲: وېره یا ډار وپېژنئ، کله چې تاسو په پوره توګه وېره وپېژندله تاسو یو ګام د وېري په لمنځه تللو کې نیږدې کېږئ. کله چې مو وپېژندله نو لومړۍ د وېري اصلي سرچینه پیدا کړئ او یوه مناسبه لاره د لمنځه تللو لپاره پیدا کړئ.

۳: کوم څه چې تاسو ډار ته اړ کوي هغه ځان سره ولیکئ، که کوم وخت د وېرې له کبله یو څه له لاسه ورکړئ، یا هم خپله وېره به ستاسو ژوند کې څه پایلې به ولري؟ ایا دا وېره ددې ارزښت لري چې تاسو یې له کبله خپلې موخي له لاسه ورکړئ که داسي وي نو په وېره مو نشئ برلاسي کېدای.

۴: د وېرې له امله کوم خوندونه مو چې اخستي یا هم کوم وخت بریا ته رسېدلي یاست هغه هم ولیکئ، یعنې وېره ځیني وخت موږ ته ګټه هم رسوي وېره سبب کیږي چې ځیني کارونه ښه ترسره کړو.

۵: د خپلي د بریا تجربو څخه د یوې مرجع په توګه ګټه واخلئ، هغه وخت چې تاسو بریا ته رسېدلي یاست هغه ذهن ته راولئ چې بریالي کېدو لپاره تاسو څه کړي د کومو لارو څخه تاسو ګټه اخستې ده، کومو کسانو تاسو سره په دې لاره کې مرسته کړې ده. کله چې خپلي موخې ته ورسېدلس څه احساس مو درلود؟ نو ددې پر ځای چې د وېري په هکله فکر وکړئ خپل د ښه وختونو او بریا په هکله فکر وکړئ ترڅو وکولای شئ په خپلې وېري یا ډار برلاسي شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.