اپریل 16, 2021

د ماغزو د ارامښت څلور تګلارې؛ فېسبوک او ټويټر ماغزه ستړي کوي!

Advertisements
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

په موډرنه/پرمختللي ژوند کې بوختیاوې ډېرې وي. ښايي تاسو هم نور ستړي شوي یاست، ښايي له دومره مغزي فشار وروسته نور ځتي اړتیا ولرئ چې لږ دمه وکړئ. امکان لري داسې فکر به کوئ چې ماغزه مو ستومانه شوي وي او جذب نه لري.
ایا د دې پر ځای چې استراحت وکړئ په فېسبوک او ټويټر کې نښتي یاست؟
سهار چې پاڅېږئ لومړی انلاین کېږئ، مسېجونه او برېښنالیک مو څارئ/ګورئ؟!
که تاسو همداسې کس یاست؛ نو باید ووایو چې یوازې نه یاست!
ډېر خلک پر همدغه حالت کې ګیر دي.
روسي ارواپوه ماریا کُنیکووا تاسو ته لنډ پیغام لري: ژوره ساه واخلئ! تکیه وکړئ او د هغه پایلو په اړه سوچ وکړئ چې دغه کړنې یې لري.
کُنیکووا څلور لارښوونې هغو کسانو ته کړي چې پر ماغزو ډېر فشار راوړي. هغه لارښوونې دا دي:
۱-خوب ډېر کړئ! موږ ډېری وخت سم نه ویده کېږو، خوب کموو. هغومره چې اړتیا ده، نه ویده کېږو. پر دې باید وپوهېږئ چې د دې کمیو جبرانول په رخصتۍ کې هېڅ ګټه نه لري. که تاسو د شپې له خوا سم خوب نه کوئ، منظم نه ویده کېږئ؛ نو باید داسې چاپېریال د خوب لپاره برابر کړئ چې هلته ټکنالوژي نه وي. ټلویزیون، ځيرک مبایل او لپټاپ مو د خوب کوټه کې مه ږدئ!
۲-د وتلو بټنه کېکاږئ! کله مو چې په انټرنټي نړۍ کې سروکار لاره، له هغه ځایه د وتلو بټنه کېکاږئ!
ولې؟
ماریا کُنیکووا وايي: ( ستونزه هغه وخت پیلېږي چې په یوه وخت کې څو کارونه سمبالوئ. کله چې په یوه سایټ کې مقاله لولئ، ناڅاپه ټویټر دریاد شي، وځئ او پر ټویټ بوختېږئ، دغلته تاسو غواړئ هممهاله څو ځایه واوسئ؛ نو ستونزه له همدې ځایه پیل شوه).
کله چې انلاین وئ، یوازې پر یوه برخه تمرکز وکړئ!
۳- یو یو کار وکړئ! موږ داسې فرهنګي چاپېریال کې را لوی شوي یو چې په یوه وخت کې د څو کارونو کولو ته ارزښت ورکوي. دې ټولنه کې هغه خلک ستایل کېږي چې هممهاله څو دندې لري، آن که پایله خوندوره هم نه وي. که چېرې غواړئ همدغسې ټولنه کې له خلکو شاته پاتې نه شئ، هره چاره پر خپل ټاکلي وخت کې سمبال کړئ. هممهاله یې مه کوئ.
۴-هېڅ څه شی هم مه کوئ!
کُنیکووا په خپل یو کتاب کې لیکلي: ( شرلوک پر خپل کَوچ کېني او هېڅ شی هم نه کوي).
تاسو هم د ورځې لس دقیقې ځان ته ځانګړې کړئ، استراحت وکړئ او هېڅ کار مه کوئ!
دې وخت کې ستاسو ماغزه د عضلاتو غوندې وده کوي، ارامېږي. دې کړنې سره تاسو ذهن ارامولی او د تمرکز ځواک ډېرولی شئ.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ