ژباړه: بشر دروېش
د اړیکو بحث په یوویشتمه پېړۍ کې له تودو بحثونو څخه دی؛ اوس په نړیواله کچه هم اړیکې پراخې شوي، هم اسانه شوي او هم پالنه اسانه شوې.
خو له دې ټولو سره یو څه چې اړیکو ته یې په دې زمانه کې د ګټو ترڅنګ یو لوی تاوان ګڼلای شو د اړیکو نا دایمي والی دی.
په نن زمانه کې د اړیکو جوړول چې څومره اسانه دي؛ همغومره یې پای ته رسول یا نادایمي والی هم اسانه شوی.
زیات خلک د اړیکو له دغه نادایمي توب څخه شکایت لري، ځینې ریښتیني شکایت کوونکي دي، خو یوه لویه برخه د دغه شکایت حق نه لري.
دلیل یې دا دی، چې لویه برخه شکایت کوونکي خپله دایمي اړیکو ته نه دي ژمن؛ ورځینۍ او د خپلو ګټو مطابق اړیکې غواړي.
که تاسې له هغو خلکو یئ، چې د ورځې د نرخ اړیکو ستړي کړي یاست او دایمي اړیکې غواړئ ولرئ، دلته یې څو عملي لارې چارې درښیوو.
موږ د اړیکو هغه بڼې در معرفي کوو، چې ورځینی رنګ نه؛ بلکې دایمي او اساسي دي؛
هغه اړیکې چې لورېینه او بښنه لري
د دې دور د ښو اړیکو یو لوی خاصیت د لورېینې او بښنې لرل دي.
کومې اړیکې چې هم لورېینه پکې وي او هم بښنه، له بهترینو او نه نړیدونکو اړیکو ګڼل کیږي.
په دې مانا، چې که ستاسې د کورنۍ غړي، ملګري، همکاران او همفکران ستاسې پر وړاندې لورانده وي او هم مو تېروتنې بښي، مطمین اوسئ چې دوی درسره دایمي اړیکې پالي.
لورېینه کې دا هم راځي، چې مالي خدمت مو وکړي، یا مو د ستونزو پر وخت په څنګ کې وي او یوازې مو پرې نه ږدي.
په بښنه به پوهیږئ، چې د دوی پر وړاندې کړې غلطۍ او تېروتنې در وبښي.
هغه اړیکې چې اعتماد یې بنسټ وي
په اړیکو کې اعتماد یو لوی ارزښت دی. که مو د کورنۍ غړي، ملګري او همکاران په اړیکو کې ستاسې اعتماد زیانمن نه کړ او برعکس لا نور یې غښتلی کړ، ډاډه اوسئ چې دا اړیکې مو دایمي او د نه ختمیدو وړ دي.
په دې اړیکو کې خپل مسولیت هم باید هېر نه کړئ. هغوی چې ستاسې اعتماد پالي، تاسې نه هم د خپل اعتماد د ساتلو هیله لري.
نو پوره خیال یې ساتئ، چې اعتماد یې درنه زیانمن نه شي.
هغه اړیکې چې موخه یې ګډ راتلونکی دی
د هغو اړیکو دایمي توب هم ډېر تضمین دی، چې اساس یې د ګډ راتلونکي لرل دي.
مثلا: د افغاني ټولنې د ګډ ژوند اړیکه، د ګډ او ژمن سیاسي راتلونکي اړیکه او ورته نور.
البته مقابل لوری مو باید په عمل کې ثابته کړي، چې تاسې سره د ګډ راتلونکي په موضوع بشپړ باور لري او د دغه باور د عملي کولو لپاره لوړې – ژورې زغملی شي.