مارچ 8, 2021

دا ستونزې د ټایروییډ له کم‌کارۍ سره اړیکه لري

Advertisements
ژباړه: ملیحه ناصري    ‌

موږ په ورځني ژوند کې کله نا کله ځينو ستونزو سره مخ کېږو، فکر کوو چې هرومرو مو وجود کې کومه پټه ناروغي ده. حال دا چې جدي ستونزه به نه وي، یوازې لږ پاملرنې او د خوړنیز رژیم سمولو ته به اړتیا ولري. د هغو له دلې څخه  دغه ستونزې دي چې ټایروییډ غدې/غوټې له کم‌کارۍ سره اړیکه لرلی شي:

۱-تل ستومانه یاست:

سره له دې چې پوره خوب مو کړی وي، بیا هم سهار پاڅېدو سره ستونزه لرئ؟
اوږدمهاله ستوماني، خوبولی‌توب او د انرژي کمښت له ډېرو ناروغیو سره اړیکه لرلی شي؛ خو ډېر زیات بیا د ټایروییډ له کم‌کارۍ سره اړه لري. که همداسې د ستړیا او ستومانۍ حس کوئ، روغتیاپال به مرسته درسره وکړي.

۲-عضلاني دردونه:

کله مو چې هېڅ ورزش نه وي کړی؛ خو بیا مو هم عضلاتو درد کاوه، کېدی شي ستونزه په ټایروییډ کې وي. ټایروییډ د میټابولیزم د کنټرول په پار هورمونونه ترشح کوي. د دغو هورمونونو کمېدل دا مانا لري چې تاسو ميتابولیزمي ستونزې پیدا کړي. دا چاره د دې لامل کېږي چې عضلات مو دردمن شي.

۳-هېرجنتیا:

د ټایروییډ د هورمونونو کمېدل کولی شي، د حافظې د کمزوري کېدو لامل شي. د دې لپاره چې دغه هورمونونه د هر څه فعالیت سستوي، عصبي کړنې هم څه وخت وروسته زیانمنېږي؛ خو که حافظه مو کمزورې شوې وي یا هېرجن شوي یاست، د حافظې اړوندې لیکنې مطالعه کړئ!

۴-د وینې د کلسټرول لوړېدل:

د وینې د غوړو/کلسټرول لوړېدل هم د ټایروییډ یوه ستونزه ګڼل کېدی شي. لومړی روغتیاپال ته ورشئ او بیا مو خوړنیز رژیم کې بې کلسټروله خواړه ځای پر ځای کړئ، څو د چاغښت مخه مو هم ونیسي.

۵-جنسي اړیکو ته نه لېوالتیا:

د ټایروییډ کم‌کاري یوه بله ستونزه هم درته پیدا کولی شي چې هغه تر چاغښت وروسته د جنسي لېوالتیا کمېدل دي. یانې کېدی شي لومړی چاغ/څورب شئ، بیا مو جنسي لېوالتیا کمزورې شي.

۶-د پوستکي وچېدل:

داسې درته برېښي چې هر څومره کریمونه هم وکاروئ، پوستکی مو نه جوړېږي. د پوستکي دغه ډول وچوالی د ټایروییډ د کم‌کارۍ نښه ده. کله چې ټایروییډ کم‌کاره شي، بیا په پوستکي کې د وینې د کم جریان له امله، پوستکی وچېږي.

۷-هضمي ستونزې:

ټول پوهېږو چې د هېڅ چا نه خوښېږي، هضمي ستونزې ورته پیدا شي؛ خو که نور نه شئ کولی د کولمو ستونزې مو لرې کړئ، روغتیاپال ته ورشئ. همدغه ستونزه مو د چاغښت او هضمي ستونزو لامل هم کېږي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ