اپریل 11, 2021

ولې د خور او ورور اړیکه خرابیږي او څنګه یې ورغوو؛ له ارواپوه سره مرکه

Advertisements

د خور او ورور تر مینځ اړيکه خورا اړینه او بېل ارزښت لري، موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې له یاد ډول اړیکو سره سروکار لرو او پۀ یو ډول ورسره مخ يو. ځکه ډېری انسانان يو يا څو ورونه او خويندي لري. دا د دې څرګندونه کوي چې، موږ ټول بايد د خویندو او وروڼو د اړيکو پر څرانګوالي پوه او رغولو کې یې پوره هڅه وکړو. د همدې ضروري موضوع په اړوند مو د هېواد له نوموتي ارواپوه استاد شرف الدين عظيمي سره مرکه کړې، هيله ده ترپايه يې راسره ولولئ، ترڅو پوه شئ چې کوم فکتورونه ددې اړيکې په ترينګلتیا کې ونډه لري او له ربړو سره یې مخ کوي. همدارنګه پر دې به هم پوه شئ چې څنګه کولای شو دا اړيکه ورغوو؟
پوپلزۍ: سلام استاد هيله ده روغ، جوړ، خوشاله او په امن اوسئ. استاد نن غواړم د خور او ورور تر مینځ پر اړیکو بحث وکړو، په سر کې غواړم وپوښتم چې تاسو د يو ارواپوه په توګه پر ټولیز ډول د اړيکو په اړه څه وایاست؟
استاد عظیمی: زما سلامونه هم ومنئ هیله ده چې صحتمند به یاست. زه پر دې باور يم چې اړيکې زموږ د ژوند د دوام اړتيا ده، لکه څرنګه چې موږ اوبو څښلو، ډوډۍ خوړلو، مينې او نورو ته اړتيا لرو همداسې اړيکې هم زموږ له مهمو او اړينو اړتياوو څخه دي. اړيکې زموږ پر فکرونو، زده کړو، چارو او آن شخصی ژوند خورا ژورې اغېزي لري، دا اړيکې بايد اشباع او پوره شي تر څو پۀ راتلونکي کې عاطفي تشې رامینځته نکړي او په راتلونکي کې د تړاو او ورته ستونزو لامل نشي.
پوپلزۍ: استاد دا چې اړيکې پر دې کچه اړینې دي، نو په ځانګړي ډول د افغان خویندو او وروڼو اړيکې څومره روغې دي؟
استاد عظيمي: زما د مراجعينو او یوې لسیزې کار او تجربې په حواله افغان کورنیو کې دا اړیکه ډېره ښه نده ښایي اوس اوس د هېوادوالو هم دې مسلې ته فکر شوی وي دا اړیکې معمولا پۀ کلیو او بانډو کې دا چې د پوهې او لوستلو کچه ټیټه ده، دې اړیکې ته ډېر ارزښت نه ورکول کيږي زه پر دې باور يم چې دا اړيکې بايد خوږې شي، کار پرې وشي، وخت ورکړل شي، فکر پري وشي او ارزښت ورکړل شي.
پوپلزۍ: استاد د خور او ورور د اړيکو د ترينګلتیا او ناروغتیا لامل څۀ دی؟
استاد عظيمي: اول خو بايد ووايم چې په افغانستان کې کورنۍ ډېر اولادونه نړۍ ته راوړي، ياني ډېرځله د بچو پۀ راوړلو کې سيالي کوي، ځکه چې فکر کوي په دې سره به په کلي او قوم کې دبدبه او نفوذ ولري پر همدې دليل د خویندو او وروڼو تر مینځ اړیکې ښې ندي، ښایي په ځينو کورنيو کې ښه وي خو په ډېرو کورنيو کې دغه اړيکي سمې خوږې ندي. دویم هم په افغانستان کې د بچو ترمینځ توپير دی، پر دې مانا چې لور او زوی په يوه تله نه تلل کيږي، لور او زوی ته يو ډول امتيازات نه ورکول کيږي، له لور او زوی سره يو ډول مينه نه کیږي او لور و زوی يو ډول اسنتياوې او آزادی نه لري او ددې ربړې په را پيدا کېدو اغېزه کوي، همدارنګه ګڼ شمېر هلکان هم خپل ځانونه له انجونو لوړ او پورته ګڼي لومړی خو ميندې او پلرونه توپیري چلند پیلوي او بیا وروڼه راځي پر خویندو حکومت کوي او غواړي پر هغوی نفوذ ولري البته ډېر لږ داسې لیدل کیږي چې خویندې په وروڼو نفوذ لري، ياني دویمه انګيزه يې جنسيتي توپیري چلند دی. درېيم لامل هم  داده چې افغان خويندې او وروڼه د یوبل له لاسه بدمرغه دي خور د ورور او ورور د خور له امله پر اروایي ګډوډیو اخته دي د بېلګې پۀ توګه کله چې ورور روږدي شي نو خویندې یې پرې کړیږي او دا د اروایي ستونزو لامل ګرځي لیکن کله چې خور له یو چا سره تړلې یا وابسته شي نو ورور یې د فرهنګي مسایلو له امله پر اروایي ګډوډیو اخته کیږي.
پوپلزۍ: استاد ددې کړکېچنو اړيکو پايلې به څه وي؟
استاد عظیمی: ارواپوهان پر دې باور دي چې د انسان شخصيت په کوچينيوالي يا ماشومتوب کې جوړيږي، دا چې تاسو څه ډول بچي غواړئ؟ په لومړيو کې ماشومانو سره څۀ ډول اړیکې لرئ؟ همدا اړيکې د ماشوم پر شخصيت ناوړه اغېزه کوي. که دوی په زورواکۍ کې رالويیږي نو پر ځان ټیټ باور به ورسره ملګری وي، ځان درناوی به نلري، ډار، حسودي او ګڼې نورې اروايې ستونزي به یې د ژوند ملګرې وي او که برعکس په ملاتړ، هڅه، کوښښ او درناوي کې رالوی شي نو په راتلونکي کې به یو پوه، روغ او پر ځان باوري انسان ورڅخه جوړ شي. دویمه پايله يې پر اړیکو ناوړه اغېز دی، تاسې به ليدلي وي چې ډېری انجونې او هلکان ښې ټولنیزې اړیکې نلري چې ډېرځله په پوهنتون کې راڅرګندیږي، کله چې هلکان او نجونې په ټولګي کې يو ځای زده کړې کوي نو اړیکې یې له ستونزو ډکې وي، يانی کله چې دا اړيکي په کور کې ترينګلې او ربړنې وي نو خور يا ورور دا تنده په بهر کې که هغه ښوونځی وي، پوهنتون، مدرسه یا بل هرځای، ماتوي ځکه اړيکې لرل لکه څرنګه مو چې په لومړیو کې اشاره ورته وکړه، يوه اړتيا ده چې بايد پوره شي. درېیمه پایله هم مخالفې او جنسي اړیکې دي ډېرځله هغه کسان چې د خور او ورور پر اړیکو نۀ پوهیږي یا له دې اړیکو څخه تجربه نلري پۀ ښوونیز او کاري چاپېریال کې پر ناوړه اړیکو کې لویږي او یا غولیږي چې ښایي پر جنسي تیري او سختو عاطفي ناکامیو پایښت ومومي، همدارنګه قوي وابستګۍ پیدا کړي یا هم نجلۍ یا هلک همدا عاطفي د نورو کسانو پۀ وسیله پوره کړي او د بېلابېلو ستونزو لامل شي.
پوپلزۍ: استاد ددې اړيکې د ترينګړتيا په دليلونو خو يې پوه شوو، زما په اند د لوستونکو په ذهن کې به هم دا پوښتنه پيدا شوې وي چې، څنګه کولای شو دا اړيکه ورغوو؟
استاد عظيمی: زه فکر کوم چې دا اړيکه بايد ورغول شي، وخت ورکړل شی او موروپلار بايد په ټولیز ډول دا اړيکه مديريت او کنټرول کړي یاني که احيانا د خور او ورور ترمینځ کومه ستونزه يا ناندرۍ راځي نو میندې او پلرونه بايد ژر تر ژره دا ستونزه هواره او اړیکه خوږه کړی.  مثبت فکر کول هم ونډه لري، خور بايد ورور ته ووايي چې نن ته په ریښتيا ډېر ښکلی شوی يې، ډېرې ښکلې جامې دې اغوستي يا آفرين دا کار دې ډېرښه وو او يا ورور باید خور ته ووايي چې ته نن څومره ښکلې او ښایسته شوې يې، نن دې ډېر ښکلۍ او خوندور پخلی کړی وو، آفرين په پوهنتون یا ښوونځي کې دې ډېرې ښې نمرې اخيستي، همدارنګه هلکان باید داسې فکر ونکړي چې ښځې يوازې د کور د کار لپاره دي، د ماشین په توګه ګټه ورڅخه وانخلي او له تاوتريخوالي څخه کار وانخلي، وروستۍ مسله هم د آزادي ده، میندې او پلرونه باید خپلو اولادونو ته بايد کنټرول شوې آزادي او امتيازات ورکړي په دې کې باید جنسیتي انډول مراعت شي او په ټولیز ډول جدي پاملرنه ورته وشي.
پوپلزۍ: استاد هېوادوالو ته مو پیغام څه دی؟
استاد عظيمی: د وروستي پيغام په ډول غواړم دا ووایم چې، د خور او ورور اړيکې ته بايد لومړيتوب شي اړ جدي وګڼل شي. ځکه دا اړيکې کولای شي په نورو هغو اړيکو چې سبا ته په ټولنه کې جوړيږي اغېز وکړي.

پوپلزۍ: استاد لۀ تاسې نه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې د نورو اروايي ګډوډيو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د دې موضوع اړوند ډېر نور څۀ هم واورئ او وګورئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوۀ روغ، آباد او سولییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د ګوار قوم غونډه؛ خوښ یوو چې الکترونیکي تذکرو کې مو قوم ثبت شو

لیکوال: بشر درویش - برخه : افغانستان

Advertisements ګوار قوم د الکترونیکي پېژنپاڼو په ډیټابس کې د خپل نوم ثبتونې په خوښۍ او ملاتړ غونډه وکړه. دا غونډه د کونړ ولایت سرحدونو او قبايلو چارو ریاست په تالار کې دغه جوړه شوې ... نور ولولئ